د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

طالبان له کابل سره د سولې خبرو ته چمتو نه دي


په پاکستان کې افغان اسلامي اژانس رپوټ ورکړی دی چې طالبان دې ته چمتو دي چې له امریکایانو سره خبرې وکړي خو دا نه غواړي چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ له افغان حکومت سره خبرې وکړي. د طالبانو په وینا افغان حکومت غیرقانوني او بې واکه دی.

افغان اسلامي اژانس څرګندوي چې د باور وړ او په موضوع ښه باخبره طالبانو دوی ته ویلي دي چې دا پریکړه د طالبانو شورا په یوې غونډې کې کړې ده.

د طالبانو د شورا په وینا دا هم ویل شوې دي چې دا خبرې د بندیانو د تبادلې لپاره دي او طالبان ټینګار کوي چې دوی د دې خبرو په وخت له خپلې وسلې والې مبارزې لاس نه اخلي.

د طالبانو یوې بلې سرچینې همدې اژانس ته ویلې دي چې د طالبانو په دريځ کې اختلاف نه شته.

د طالبانو یوقوماندان وایي، که چیرته دوی د حامد کرزي له حکومت سره خبرې وکړي د دوی تحریک به په دو برخو ویشل شي. یوه وړه ډله به دا خبرې پر مخ یوسي او بله ډله به خپلې جګړې ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG