د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

له طالبانو سره د امریکا د اړیکو هدف څه دی؟


په کابل کې د امریکا مرسیال سفیر "جېمز کننګهام"
په کابل کې د امریکا مرسیال سفیر "جېمز کننګهام"
په کابل کې د امریکا د سفارت چارواکي وايي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ له سره د سولې خبرې نشته بلکې روانې هلې ځلې ټولې د افغانانو ترمنځ خبرو ته د زمینې د برابرولو لپاره کیږي.

د امریکا د سفارت مرستیال جیمز کننګهام په کابل له خبریالانو سره په خبرو کې له وسله والو طالبانو سره سوله یوه افغاني مساله وبلله او ویې ویل، چې دوی غواړي یوازې د یوه مرستندویه رول په کې ولوبوي.

نوموړي وویل، دوی چې له هر چا سره خبرې کړي هدف یې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرو ته لاره هوارول دي:

″زموږ او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې نشته، موږ له طالبانو سره خبرې کړي او په سیمه کې له ډېرو خلکو سره خبرې کوو، خو د دې هدف دا دی، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د ریښتینو خبرو پیل ته لاره پیدا شي.″

ښاغلي کننګهام وویل، له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرې نه دي شوي او نه هم په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانستلو کارونه نهايي شوي.

ده وویل، د دې دفتر د پرانستلو لپاره باید طالبانو له نړیوالې ترهګرۍ سره د خپلې اړیکې پرې کړي او د افغانانو ترمنځ له خبرو نه ملاتړ وکړي.

خو د یوې پوښتنې په ځواب کې چې که طالبان دغه شرایط ونه مني، د امریکا د سفیر مرستیال وویل، چې بیا به د سولې خبرې ګټورې نه وي.

ښاغلي کننګهم همداراز په دې اړه بې خبري وښودله، چې کواکې ټاکل شوې په سعودي عربستان کې هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پيل شي.

خو نوموړي وویل، دوی په بیلابیلو ځایونو کې د خبرو په اړه کومه ستونزه نه وني:

″موږ به د هر هغه څه ملاتړ وکړو، چې د افغانستان حکومت غواړي پر مخ یې یوسي. زه په دې اړه کوم دلیل نه لرم، چې خبرې ولې په څو ځایونو کې ترسره کیدای نه شي او موږ به خپلو مرستو ته ادامه ورکړو، چې هر چیرته ممکن وي د اړیکو چینل پرانستل شي.″

په سعودي عربستان کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د ممکنه خبرو راپورونه په رسنیو کې ورکړل شول؛ خو تراوسه پورې په رسمي توګه د افغان چارواکو له خوا نه دي تایید شوي.

طالبانو هم په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو پخوا تردې یې د افغانستان د جګړې اصلي لوری امریکا او د هغې متحدین بللي او یوازې یې له دوی سره له خبرو ملاتړ ښودلی دی.

که طالبان چې تراوسه یې له افغان دولت سره خبرې رد کړي دي، په دې اړه خپل دریځ نرم کړي، نو دا به د سولې په روانو هلو ځلو کې یو لوی پرمختګ وبلل شي.

راپور: زبیر ژمن
XS
SM
MD
LG