د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره په داسې حال کې کابل ته سفر کوي، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې ځینو پرمختګونو ته اشاره کیږي.
ټاکل شوې، چې حنا رباني کهر د چهار شنبې په ورځ په کابل کې له افغان مشرانو سره په دوه اړخیزو اړیکو، د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه او د سولې په هلو ځلو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو په څرنګوالي خبرې وکړي.
که څه هم افغان چارواکي دې سفر ته خوشبیني څرګندوي، خو د مشرانو جرګې دویم مرستیال رفیع اله ګل افغان ازادۍ راډیو ته په خبرو کې دا اندیښنه څرګنده کړه، که پاکستان دوه مخې سیاست ته دوام ورکړي، نو ممکن د سولې هڅې زیانمنې شي.
″که دوی له موږ سره دوګوني سیاست ولوبوي او د پخوا په شان صادق نه وي، نور اهداف ولري، زه مطمین یم، چې دا هم افشا کیږي، چې نه افغانستان په ګټه دی او نه هم د پاکستان.
زه هیله مند یې چې د دوی سیاست په ځانګړي توګه د ای. اېس. ای او د پاکستان دولت له افغانستان سره صادق وي او په ګډه د سولې لپاره صادقانه کار وکړي.″
دا، چې حنا رباني کهر به له څه ډول پیغام سره کابل ته راشي، دا لا نه ده څرګنده، خو د کتونکو په وینا کابل او اسلام اباد دواړه وېره لري، چې په قطر کې له روانو خبرو لرې ساتل شوي.
که څه هم افغان حکومت په قطر کې طالبانو ته د دفتر له پرانستلو سره موافقه کړې، خو ویلي، چې د دغو هڅو ملاتړ په هغه صورت کې کوي، چې مشري یې افغان حکومت ته وسپارل شي.
که څه هم امریکایی چارواکو بیا بیا دا وضاحت وړاندې کړې، چې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ کوي، له تیرو لسو میاشتو راهیسې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې افغان حکومت ته کومه ونډه نه ده ورکړل شوې.
په پاکستان کې پخوانې افغان ډیپلوماټ احمد سعیدي بیا په دې باور دی، چې پاکستان پراخې هلې ځلې پیل کړي، څو د قطر بهیر ګډوډ کړي او د ده په وینا کابل ته د حنا رباني د سفر هدف هم دا دی.
″کابل ته د حنا رباني د سفر هدف دا دی، چې د قطر مذاکرات ستوتاژ شي، هره مذاکره چې کیږي، باید د پاکستان په لاس کې وي. بله دا چې امریکایانو ته وښيي، چې تاسو چې هرڅومره له افغانستان سره مرسته وکړﺉ، له دوی سره دوستي وکړﺉ، بیا هم د افغانستان د حکومت صلاحیت زموږ په لاس کې دی.″
له دې سفره یو ورځ مخکې داسې رپورټونه خپاره شول، چې په کې د طالبانو په حواله ویل شوي، چې نه غواړي د حامد کرزي له حکومت سره خبرې وکړي، بلکې غواړي له امریکا سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي.
افغان کتونکي کابل ته د حنا رباني د سفر په درشل کې د دا ډول خبرونو خپرول هم د دغه هیواد د استخباراتي ادارو د هغو هڅو یوه برخه بولي، څو په کابل کې د خپل رول لپاره ذهنیت جوړ کړي.
ښاغلي سعدي یو بل ټکي ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې حنا رباني په خپل دې سفر کې د ایران، افغانستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ د درې اړخیزې ناستې امکانات هم برابروي، چې په اسلام اباد کې په پام کې نیول شوې.
په ورته وخت کې ویل کیږي، چې افغان حکومت غواړي، د پاکستان او د سمیې د ځینو نورو هیوادونو په همکارۍ سره په سعودي عربستان کې له طالبانو سره مخامخ خبرې پيل کړي.
که څه هم خپله افغان حکومت او نورو ښکیلو کړیو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، چې دا خبرې به کله او د چا په منځګړیتوب ترسره شي.
دا، چې د پاکستان روانې هلې ځلې به تر کومه د قطر په خبرو سیورې وغورځوي اوس یې په اړه څه ویل ګران بریښي.
راپور: حمید مهمند