د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۶

م.م: پر افغان پولیسو د خلکو باور ډېر شوی


د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې او اکسور موسسې له خوا د افغان پولیسو په اړه سوې نظر پوښتنه ښيي، چې د تیرو کلونو په پرتله خلک له پولیسو ډیر خوښ دي.

د دې نظر پوښتني له مخې په تیرو دوو کلونو کې په عامو افغانانو کې د پولیسو د فعالیت په اړه رضایت زیات شوی دی.

دغه نظر پوښتنه د ملګرو ملتونو د پراخیتايي ادارې یا (UNDP) له خوا د اکسور موسسې په همکارۍ شوې، چې د 2011 کال لپاره یې د پولیسو د کړنو په اړه خلک پوښتلي دي.

د ملګرو ملتونو د پراخیتايي ادارې مرستیال منوج بسنیات د سې شنبې په ورځ د دې سروې د پایلو د اعلان پر وخت وویل، چې دا نظر پوښتنه به په پولیسو کي د اصلاحاتو راوستلو او دوی ته له پلان جوړولو سره مرسته وکړي.

“دغه سروې د کورنیو چارو وزارت د راتلوونکو پالیسیو، پلان جوړولو، مشرۍ او پولیسو د مسلکيتوب لپاره ډیره مهمه ده.

په یقین سره دا نظر پوښتنه د ناټو د کنفرانس لپاره، چې د 2012 کال په مې کې جوړیږي، ګټوره او مهمه ده.”

دا نظر پوښتنه د 2011 م کال د اکتوبر له ۱۰ تر ۲۷ نیټې پورې، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۷۲۷۸ کسانو څخه شوې، چې ۴۱۱۱ یې نارینه او پاته پوښتني له ښځو شوي.

دا سروې ښيي، چې په 2010 کال کي په سلو کې ۶۵ کسانو د پولیسو کړونو ته په ښه سترګه کتل خو په 2011 م کال کې دا فیصدي ۷۵ ته پورته شوې.

په نظر پوښتنه کې د پولیسو په لیکو کې د ښځو له جذب څخه هم تر پخوا د خلکو ملاتړ ډېر شوی.

پوښتل شوو خلکو د پولیسو په منځ کې اداري فساد ته هم اشاره کړې، خو ویلي یې دي، چې د تیرو کلونو په پرتله په پولیسو کې فساد لږ شوی دی.

د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمد د دې سروې تر اعلان وروسته وویل، چې په پولیسو کې د اصلاحاتو راوستلو او مسلکیتوب لپاره به هڅو ته دوام ورکړي.

“اوسنیو حساسو شرایطو ته په پام سره، دا خپل ملي مسوولیت ګڼو، چې د پولیسو، مسلکیتوب، د وړتیاوو پورته کولو، کیفیت، کړنو او پر پولیسو د خلکو د باور ډیرولو لپاره خپلو نه ستړي کېدونکو هڅو ته دوام ورکړو، چې په نتیجه کې خلکو ته مسلکي، ژمن او خدمتګار پولیس، چې د امنیت او ثبات، حکومت جوړونې لپاره پولیس برابر کړو.”

پر افغان پولیسو د خلکو د باور ډیرېدو په اړه، دا نظر پوښتنه داسې وخت خپریږي، چې په لیرو او نا ارامو سیمو کې اوس هم خلک له پولیسو په ځانګړي ډول محلي پولیسو څخه شکایت کوي.

د خلکو په خبره، چې سیمه ییز پولیس خلک زوروي، پر حقونو یې تیری کوي د غلاوو او له مسوولیتونو څخه د ناوړې ګټې اخیستني تور هم پر لګول کیږي.

خو د کورنیو چارو وزات وايي، چې غیري مسوول وسله وال د محلي پولیسو له نومه ګټه اخلي او د دې وزارت د معلوماتو له مخې اوس په ټول هېواد کې ۱۱ سیمه ییز پولیس شته، چې دا شمېر به ډېر ژر 20 زرو ته لوړ کړي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG