د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

″پولیس د ښځو پرضد د تاوتریخوالي کوونکو په نیولو کې پاتې راغلي″


د بشر د حقوقو خپلواک کمیسیون په افغانستان کې د ښځو پرضد د تاوتریخوالي د ډېرېدوله امله اندیښنه ښیي او څرګندوي، چې امنیتي ځواکونه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کوونکو د نیولو په برخه کې نا کامه پاتې شوي دي.

د بشرد حقوقوپه خپلواک کمیسیون کې د ښځود حقوقو هماهنګه کوونکې لطیفې سلطاني د سې شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل، چې د ښځو پرضد تاوتریخوالی اوس هم افغانستان کې زیات دی.

دې په کندز اوبغلان ولایتونو کې د خسرګنۍ د کورنیو له خوا د یوې ځوانې ښځې وژنې او د مرګ ترحده د یوې بلې وهلو ټکولو ته په اشاره وویل، چې په ډیرو مواردو کې د دې ډول پیښو د عاملینو د نیولو ژمنې شوي، خو انتقاد کوي، چې دا ژمنې عملي شوي نه دي:

"د ښځو پرضد تاوتریخوالی په افغانستان کې زیات شوی، سحرګل او د هغې په څېر ډیرې نورې ښځې شته چې د خپلو کورنیو له خوا وهل ټکل او شکنجه شوي خو عاملین یې نه دي نیول شوي.

د سحرګل د میړه په نیولو کې امنیتي ځواکونه پاتې راغلي او لاهم نه دی نیول شوی.
دغه راز د ستورۍ له وژل کیدو نه وروسته یې هم مېړه تیښتیدلی او موږ وګورو چې هغه څه وخت ونیول شي.

مخکې هم موږ سره د دې ډول کسانو د نیولو ژمنه شوې، خو عملي شوې نه ده او موږ ورڅخه ښه تجربه نه لرو."

د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې د ستورۍ په نوم یوه ځوانه ښځه له دې امله چې په پرله پسې لنګونونو کې یې دوه نجونې وزیږولې، څو ورځې وړاندې د میړه او خواښې له خوا ووژل شوه او څه باندې یوه میاشت وړاندې په بغلان ولایت کې هم د سحرګل په نوم یوه پنځلس کلنه ناوکۍ د خپل میړه د کورنۍ له خوا دومره شکنجه شوه چې له هماغه وخت راهیسې په روغتون کې بستره ده.

د بشر د حقوقو په خپلواک کمیسیون کمیسیون کې د ښځو د حقوقو د هماهنګه کوونکې لطیفې سلطاني په خبره د روان لمریزکال په نهو میاشتو کې د ښځو پرضد د تاوتریخوالي درې زره اوسل پیښې ثبت شوي او د تیرکال په همدې موده کې دا پیښې یوازې نولس سوه وې.

دا وایي، که څه هم د سحرګل اوستورۍ د کورنۍ یوشمېر غړي نیول شوي، خو لاهم امنیتي ځواکونه، نه دي توانیدلي، چې د دوی پر وړاندې اصلي تاوتریخوالي کوونکي چې میړونه یې دي ونیسي.

خو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې دوی هم هڅه کوي، چې د ښځو پرضد د تاوتریخوالي مخه ونیسي، د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، چې د سحرګل او ستورۍ پر ضد د اصلي خشونت کوونکو د نیولو هلې ځلې چټکې شوي دي:

ښاغلي صدیقي وویل، چې بیلابیل ارګانونه باید سره لاسونه ورکړي، ترڅو له مختلفو لارو څخه په ګتې اخیستنې د ښځو پرضد د تاوتریخوالي مخه ونیسي.

د بشر د حقوقو په خپلواک کمیسیون کې د ښځو د حقوقو هماهنګه کوونکې لطیفې سلطاني څرګنده کړه، چې له خپلو حقوقو څخه د ډیرشمېر خلکو بې خبرې، په بشپړډول د قوانینونه عملي کول اوله ښځوسره د زورزیاتي کوونکو نه نیول کیدل او نه مجازات هغه عوامل دي؛ چې د ښځو پرضد یې تاوتریخوالی لا زیات کړي دي.

د بشرد حقوقو خپلواک کمیسیون او د مدني ټولنو مسوولان وایي، چې په افغانستان کې د ښځو پرضد تاوتریخوالي یوه لویه ستونزه ده، چې د مخینوي لپاره یې د دوی هڅې دوام لري، خو وایي چې دا ستونزه نه یوازې کمه شوې نه ده، بلکې سږکال په سلو کې څه باندې پنځوس په کې زیاتوالی هم راغلی دی.

په عین حال کې د ښځو چارو وزارت ویلي دي، چې د حوت یا کب په میاشت کې به د افغانستان په سطح د قومي مشرانو اودیني عالمانوپه ګډون یو لوی کنفرانس جوړشي ترڅو هغوی په کلیو او جوماتونوکې خلکوته ووایی چې د ښځو حقوق رعایت اودهغوی پرضد له تاوتریخوالی لاس واخلي.
XS
SM
MD
LG