د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

پکتيا: واورې د ښه کال زېرى ورکوي


د پکتيا ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې سږ کال د واورو د ډېر ورښت له امله شونې ده چې په راتلونکې کال کې د غنمو او نورو کرنيزو توکو حاصلات زيات شي.

د پکتيا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مشر نياز محمد لعلي ځدراڼ وايي چې له يوې خوا د سږ کال په وروستيو مياشتو کې د متواترو بارانونو له امله او له بلې خوا د واورو ورښت دا هيله پيداکړې چې په راتلونکي کرنيز کال کې اوسنۍ وچکالي تر ډېره حده راکمه شي.

نوموړي زياته کړه:

̋ زموږ د کتنو او معلوماتو له مخې سږ کال د موجودې وچکالۍ له امله د ځمکې لاندې اوبه شپاړس متره ښکته لوېدلې او دا د اندېښنې وړ خبره وه، خو بله دا چې تر دې دمه د ۵۲ سانتي مترو په اندازه اورېدلې واروې هيله من کړي يو او راتلونکی کرنيز کال به تر نورو ښه وي̋

ښاغلی لعلي ځدراڼ دا هم وايي چې تر دې دمه اورېدلې واوره د اوس لپاره کفايت کوي، خو دا چې شته وچکالي پرې تر لازمې کچې پورې له منځه ولاړه شي، لا هم د نورو واورو ورېدو ته اړتيا ليدل کېږي.

نوموړي زياتوي چې په دې ولايت کې ډېری کرنيزې ځمکې للمې او شګلنې دي او د يوه جريب ځمکې حاصلات يې د ابي ځمکو پر تله له دريو څخه تر پينځه چنده کم دي او له بلې خوا دغه کمښت په کلنيو واورو او بارانونو پورې هم تړلې دی.

وويل په تېر کرنيز کال کې د ټولې پکتيا په کچه د للمي غنمو په حاصلاتو کې ۵۰ او د ابي غنمو په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی و دا کمښت دوی ته د منلو وړ نه و .

نوموړي وايي چې که خلک خپلې ځمکې شاړې پرېنږدي او غنم پرې وکري، نو د غنمو د کمښت مسله به تر يوه حده پورې هواره شي.
هغه زياته کړه:

̋ له للمي ځمکو نه زموږ حاصلات نسبت ابي ځمکو ته ډېر کم دي، دلته يو جريب للمه ځمکه له ۱۵ – ۲۰ منو پورې د غنمو حاصلات ورکوي، ابي ځمکې مو چې اصلاح شوي تخمونه پرې کرل شوي وي، له ۱۰۰ – ۱۲۰ منو پورې او نورې داسې ځمکې چې اوبه لري او اصلاح شوي تخمونه پرې نه کرل کېږي، له ۸۰ – ۱۰۰ منو پورې غنم ورکوي. که چېرې زموږ ځمکې شاړې پاتې نه شي، نو د غنمو د کمښت ستونزه به تر ډېره له منځه ولاړه شي̋

ياده دې وي چې د پکتيا ولايت ډېری ځمکې د وروستيو وچکاليو له امله شاړې پاتې شوې، ډېری کاريزونو اوبه کمې کړې او زياته برخه يې لا وار دمخه په بشپړ ډول وچ شوي دي، خو موسمي اوبه او واوره هغه څه دي چې د دغې سيمې کرنيز نظام يې روان ساتلي.

راپور – لمر نيازى
XS
SM
MD
LG