د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۹

″په کانکور کې د لوړې نمرې اخیستونکي د زده کړو لپاره بهر ته لېږل کیږي″


د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو د چارو مرستیال بری صدیقي
د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو د چارو مرستیال بری صدیقي

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي، چې بهرنیو هیوادونو ته د محصلینو د لیږلو لپاره یې یوه نوې کړنلاره جوړه کړې ده. د دغه وزارت د محصلینو د چارو مرستیال بری صدیقي د دوشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې تمه وښودله، چې په دې کړنلارې سره به بهر ته د محصلینو د لیږلو په لړۍ کې لا ډير شفافیت رامنځ ته شي.

تر اوسه نده څرګنده چې آیا د دغې نوې کړنلارې په عملي کیدو سره به په رښتیا هم د لوړو زده کړو لپاره بهرنیو هیوادونو ته د محصلینو د لیږلو په برخه کې موجوده ستونزې هواري شي او که نه.

خو د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت په وینا د دغې نوې کړنلارې په عملي کیدو سره به ټولې هغه نیوکې او اندیښنې له منځنه یوسي؛ چې مخکې تر دې په دې برخه کې وې.

د دغه وزارت د محصلینو د چارو مرستیال بری صدیقي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې دغه کړنلاره به د نوي کال له پیل نه پلی کړای شي.

″سږکال مو یوه نوې کړنلاره جوړه کړې، چې د وزیرانو شورا له خوا تصویب شوې ده، سږکال بهرنیو هیوادونو ته په دولتي او ګروپي بورسونو کې د شرایطو وړ محصلین ګډون کولای شي او په ولایتونو کې هم یواځې هماغه محصلین تلای شي، چې لوړه نمره یې اخیستي وي.

دغه بورسونه د هندوستان، پاکستان، قزاقستان، ترکیې، روسیې او یو شمېر نورو هیوادونو له خوا موږ ته هر کال راکول کیږي.″

د ښاغلي صدیقي په وینا مخکې به له هر ولایته محصلینو هم له کومې ازموینې پرته د تحصلیي بورسونو لپاره کسان ټاکل کیدلای شول، خو د هغه په وینا وروسته تر دې به له هر ولایت نه یواځې لسو کسانو ته دغه چانس ورکړای شي.

خو بل خوا بیا یو شمیر افغان ځوانان شکایت کوي چې بهرنیو هیوادونو ته د ځوانانو د لیږلو په اکثرو مواردو کې واسطې او د یو شمیر لوړ پوړو چارواکو سفارشونه په پام کې نیول کیږي.

د دغو ځوانانو په وینا هغه کسان چې بهرنیو هیوادونو ته د تګ وړتیا لري او کولای شي چې هلته خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي د غو بورسونو ته لاس رسی نه لري.

″۱:- زما نو سهیلا ده، هغه نمرې چې ما درلودې، یا هغه استندردې نمرې چې ما درلودې، د لوړو زده کړو وزارت زه دغه بورس ته وروپیژندلم او ټول هغه کسان وو چې په کانکور کې یې لوړې نمرې اخیستې وې.

۲:- له بده مرغه باید ووایم چې ډیر کسان نشي کولای له دغو بورسونو نه برخمن شي، یواځې د هغو کسانو لپاره دي چې واسطه لري.″

بهرنیو هیوادونو ته د ځوانانو د لیږلو دغه نوې کړنلاره پداسې حال کې جوړیږي چې سږ کال شاوخوا یو لک و شپیته زره محصلین غواړي د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي چې د لوړو زده کړو وزارت چارواکو په وینا دوی یواځې پنځه دیرش زره کسان د لوړو زده کړو موسسو ته جذبولای شي.
XS
SM
MD
LG