افغان پوليسو پرون د هغه سړي د نيولو لټه پيل کړه چې ويل کېږي خپله مېرمن يې په دې خاطر وژلې چې د درېم ځل لپاره يې لور زېږولې ده.
د کندوز د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکې دېرش کلنه ستورۍ د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه په وهلو ټکولو وژل شوې، چې درېمه لور يې پيدا شوه.
مخکې ويل شوي وو، چې د دې ښځې سر د خپل مېړه له لوري په چاړه پرې شوی، خو د کندوز د خان اباد ولسوال نظام الدين ناشر ازادۍ راډيو ته وويل، چې له لومړنيو تحقيقاتو ثابتېږي، چې ښځه په وهلو او د پړي په وسيله وژل شوې ده.
ښاغلي ناشر وويل، چې د وژل شوې ښځې خواښې، چې په قتل کې د برخې لرلو په تور نيول شوې خو د هغې زوی تښتېدلی دی:
په همدې حال کې د خان اباد پوليس وايي، چې د قاتل د نيولو لپاره هلې ځلې کوي.
د طالبانو د رژيم له پرزېدو لس کاله وروسته د ښځو پرضد تاوتريخوالي يا تشدد لا هم د افغانستان يوه لويه ستونزه ګڼل کېږي.
تېره مياشت پوليسو يوه څوارلس کلنه ښځه، چې په بغلان ولايت کې په يوه زېرخانه کې شپږمياشتې بندي وه، راخلاصه کړه.
دا ښځه، چې سحرګل نومېده، سخته وهل شوې وه، تر دې چې نوکان ترې ايستل شوي وو.
اکسفام بريتانوۍ خيريه موسسه وايي، په سلو کې ۹۷ افغانې ښځې له جنسي او رواني پلوه او يا هم د جبري ودونو په خاطر ځورول شوې دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسون د ۲۰۱۱ کال په دوهم فصل کې د ښځو پرضد ۱۰۲۶ قضيې ثبت کړې وې، حال دا چې په ټول ۲۰۱۰ کال کې يې ۲۷۰۰ قضيې ثبت کړې وې.