د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، هڅې یې تیزي کړي، چې د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د سفارتونو او ډیپلوماټیکو ادارو له لارې د هېواد هغه تاریخي اثار، چې بهرنیو هیوادونو ته قاچاق شوي، ومومي او هېواد ته یې ستانه کړي.
د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول د یکشنبې په ورځ ناوخته، د هېواد یو تاریخي اثر چې په جرمني کې موندل شوی، د اطلاعاتو او کلتور وزیر
ډاکتر سید مخدوم رهین ته ورکړ او ویې ویل:
″په بهر کې زموږ د سفارتونو او قونسلګریو یوه وظیفه دا ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره مرسته وکړو او هغه ورک شوي تاریخي اثار ورته ومومو او هېواد ته یې ستانه کړو.
دا تاریخي ډېر ارزښت لري او د ۱۹۹۴ کال په شاوخوا کې له کابل موزیم ځخه غلا شوی و.
له جرمي نه مننه کوو، چې دا اثر یې له خرڅوونکو څخه ترلاسه او موږ ته یې راوسپاره.″
د هېواد دا تاریخي اثر چې، په یوې سپینه تیزه کې حکاکې شوې او څو مجسمې په کې د ولاړې په حالت کې لیدل کېږي، دېرش سانتي متره لوړوالی او شپږویشت سانتیمتره سور لري، په جرمني کې د هغه هیواد د مربوطو ادارو له خوا نیول شوی او افغان سفارت ته سپارل شوی و.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر ډاکتر رهین وویل، په هیواد کې د جنګونو په موده کې په لسګونو زره ارزښتناک تاریخي اثار یا ویجاړ او یا بهرنیو هیوادونو ته قاچاق شوي دي خو له څه باندې لسو کالو راهیسې هڅې کېږي، چې د یونسکو په مرسته یې په بهرنیو هیوادونو کې ومومي اوهیواد ته یې راستانه کړي.
د کابل موزیم ریيس عمراخان مسعودي هیله وښوده، چې د هېواد ټول ورک شوي اثار بیرته هیواد ته ستانه شي:
″له کابل موزیم څخه په تیرو کلونو کې شاوخوا اتیازره اثارغلا شوي، کله چې په وروستیو کلونو کې چې افغانستان د یوشمېر کنوانسیونونو غړی شو، د دې لارې مو وکړای شول تراوسه کابو اته زره اثار له یوشمېر امریکایي او اروپایي هیوادونو څخه ترلاسه کړو.″
مسوولینو وویل، افغانستان له اسلام څخه دمخه اوبیا په اسلامي دور کې د مختلفو فرهنګونو کور پاتې شوی دی.
خو د هېواد کورنیو جنګونو دغه تاریخي میراثونه تر ډېره ځایه یا له خاورې سره خاورې او یا د غلو اوقاچاق کوونکو لاس ته لویدلي.
خلک وایي، سربیره د تاریخي اثارو پرغلا او قاچاق، په هیواد کې ځینې تاریخې ځایونه یو شمېر زورورو غصب کړي، چې دا لړۍ اوس هم روانه ده.
سره له دې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دې د مخنیوي هڅې کوي، خو خلک وایي، اوس هم په یوشېمر سیمو کې په غیرقانوني توګه تاریخي سیمې کېندل کېږي او اثار یې غلا کېږي.
راپور: خان محمد سیند