د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۳

"ایران دې اروپايي هېوادونو ته د تېلو له بندولو لاس واخلي"


د جرمني د بهرنیو چار وزیر ګویډو ویسټر وېلې.
د جرمني د بهرنیو چار وزیر ګویډو ویسټر وېلې.
جرمني پرون له ایرانه وغوښتل، چې له نړیوالې ټولنې سره د خپل اټمي لانجمن پروګرام پرسر د راپورته شوي کړکېچ د زیاتوالي مخه ونیسي او اروپایي اتحادیې ته د تیلو د صارداتو د سمدستي درولو له ګواښه دې لاس واخلي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګویدو ویسټر ویلې وویل، اروپایي اتحادیه به پرینږي، چې ایران دې اتحادیې ته د تیلو صادرات چې اروپایي کمپنیویې دې هیواد ته له مخکې پیسې رسولي، یودم بند کړي.

د ایران پارلمان پرون په داسې حال کې اروپایي اتحادیې ته د تیلو د صادراتو د سمدستي بندولو پرمسلې خبرې وکړې، چې د دې هیواد د لانجمن اټمي پروګرام په اړه د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې د ادارې یوهیات له ایراني چاروکو سره د خبرو او د دې هیواد له اټومي تاسیاستو د کتلو په هدف پرون تهران ته ورسید.

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې یوه پلاوي پرون تهران ته سفر کې په داسې حال کې له ایراني چارواکو سره د دې هیواد د لانجمن اټمي پروګرام په اړه خبرې پیل کړې؛ چې د ایران پارلمان اروپایي اتحادیې ته د تیلو د صادراتو پرسمدستي درولو غور کوي.

ایراني چارواکو او د ملګروملتونو اټمي څارونکو په دې اړه، چې د خبرو په اجنډا کې کوم مشخص مسایل شامل دي، چوپتیا غوره کړې، خو تهران ته د ملګروملتونو د اټمي کارپوهانو د ډلې مشر د ملګروملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې مرستیال ″هیرمن نکایرتس″ له تګ مخکې په ویانا کې خبریالانو ته وویل، چې دی هیله من دی چې ایران د دې ادارې هغو اندیښنو ته ځواب ووایي، چې د دې هیواد د اټمي پروګرام د پوځي اهدافو پرسرمتمرکزې دي.

د ایران پر اټمي پروګرام د نړېوالو شک:

نړیواله ټولنه د ایران پر اټمي پروګرام شک کوي او وایي، دا هیواد په پټه د اټمي وسلو جوړولو په لټه کې دی، خو تهران دغه ادعاوې ردوي او وایي، چې اټمي پروګرام یې سوله ییز اهداف تعقیبوي.

پرایران د نړیوالو فشارونو په ترڅ کې د ملګروملتونو امنیت شورا او د امریکا په شمول یوشمېر هیوادونو د دې هېواد د اټمي پروګرام په خاطر پر تهران بندیزونه لږولي دي.

د ملګروملتونو د اټمي انرژۍ پلاوی به په دې سفر کې چې درې ورځې دوام کوي، دغه راز د فاردو اټمي تاسیساتو څخه لیدنه وکړي، چې ایراني چارواکو یې په وروستیو کې فعالیدل اعلان کړل.

په نژدې راتلونکې کې به د ایران اټمي ستر مرکه چې سعید جلیلي د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې کاترین اشټن ته یو لیک واستوي او په هغه کې به له سترو قدرتونو سره د اټمي خبرو د وخت او ځای په اړه وړاندیز وکړي.

صالحي

دغه تاسیات چې د تهران په جنوب ۱۶۰ کېلومترۍ کې پراته دي، ویل کېږي له راتلونکې میاشتې به ترشلو فیصدو پورې د یورانیمو د غني کولو فعالیت پیل کړي.

د ایران د بهرنیو چار وزیر علي اکبرصالحي هیله څرګنده کړه، چې د ملګروملتونو د اټمي څارونکو د ډلې دغه سفر به ښه نتیجه له ځان سره ولري.

ښاغلي صالحي چې په ایتوپیا کې د افریقایي اتحادیې په سرمشریزه کې د ګډون لپاره ادیسه بابا ته تللی، ایسنا خبري اژانس ته په خبرو کې وویل، چې د څارنې لپاره د ځایونو په مشول موله مخکې ټولې چارې هماهنګې کړي او دی په مجموع کې د دغه هیت سفر ته خوشبین دی.

صالحي دغه راز وویل، چې په نژدې راتلونکې کې به د ایران اټمي ستر مرکه چې سعید جلیلي د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې کاترین اشټن ته یو لیک واستوي او په هغه کې به له سترو قدرتونو سره د اټمي خبرو د وخت او ځای په اړه وړاندیز وکړي.

د هرمزتنګي د بندولو ګواښ:

ایران چې په دې وروستیو کې یې د نړیوالو فشارونو په وړاندې د هرمزتنګي د بندولو ګواښ کړی، د دې هیواد پارلمان د ایران د تیلو پرصادراتو او پرمرکزي بانک د اروپایي اتحادیې د وروستیو بندیزونو په عکس العمل کې اروپایي اتحادیې ته د تیلوپر صادراتو د سمدستي بندولو په اړه غور کوي.

د ایران د پارلمان غړیو سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، چې په پام کې وه، چې پرون په دې اړه یوه لایحه تصویب کړي، خو رایې اخیستل یې شاته وغورځول څو متخصصین د دې اقدام ټول اړخونه په دقت وڅیړي.

د پارلمان د غړیو په وینا اکثره وکېلان په دې نظر دي، چې اروپایي اتحادیې ته دې سمدستي د تیلو صادرات ودرول شي او له پنځو نه ترپنځلسو کالو پورې دې دغه بندیز ولګول شي.

ایران اروپایي اتحادیې ته په کال کې په سلو کې اتلس خام تیل صادروي، چې عمده مصرفونکي یې هسپانیا، ایتالیا او یونان دي.

د ایران د اټمي لانجې پرسرکړکېچ په نړۍ کې د تیلو بیې پورته بیولي او د نیویارک په بازارانو کې د تیرې جمعې په ورځ د یوه بیرل خامو تیلو بیه شاوخوا ۱۱۱ ډالرو ته اوچته شوه.
XS
SM
MD
LG