د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

ناټو له ټاکلې مودې نه مخکې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو غوښتنه رد کړه


د فرانسی ولسمشر نیکولاس سارکوزي په افغانستان کې د څلورو فرانسوي عسکرو د وژل کېدو له پیښې وروسته په پاریس کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې غوښتنه وکړه، چې د ناټو ترقوماندۍ لاندې ټول ځواکونه دې د ۲۰۱۴ کال پرځای د ۲۰۱۳ کال ترپایه امنیتي مسوولیتونه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري او له دې هېواده دې ووځي.

ښاغلي سارکوزي وویل، له افغانستانه به د خپلو عسکرو ایستل ګړندی کړي او د روان کال ترپایه به زرعسکر له دې هېواده وباسي، مخکې په دې موده کې د شپږ سوو عسکرو په ایستلو توافق شوی و.

هغه همداراز وویل، چې فرانسه به د مارچ په میاشت کې د کاپیسا ولایت چارې چېرې چې د جنوری په شلمه یوه افغان عسکر په ډزو سره څلور فرانسوي عسکر ووژل، افغان امنیتې ځواکونو ته وسپاري. فرانسه په اوس وخت کې په افغانستان کې شاوخوا ۳۶۰۰ عسکر لري.

فرانسه به له افغانستانه د ۲۰۱۳ کال ترپایه د ټولو بهرنیو ځواکونو د ایستلو وړاندیز راتلونکې اونۍ د ناټو د دفاع وزیرانو غونډې ته چې په بروکسل کې جوړیږي وړاندې کړي.

یوشمېر افغان کارپوهان په دې باور دي، چې د سارکوزي د دغه اقدام ترشا سیاسي انګیزې پرتې دي او غواړي، چې د روان کال د جمهوري ریاست له انتخاباتو مخکې د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي.

له افغانستانه د فرانسي ځواکونو ایستل:

د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې که نور هېوادونه د فرانسې دغه اقدام له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ګړندي ایستلو لپاره یوه شنه اشاره وبولي نو دابه هغه ستراتیژي له پیچلتیاو سره مخ کړي، چې له دې هېواده په هماهنګ ډول د ناټو ځواکونو د ایستلو لپاره جوړه شوې ده.

د ناټو غړیو هیوادونو په ۲۰۱۰ کال کې د لیزبن په غونډه کې موافقه کړې وه، چې تر۲۰۱۴ کال پورې دې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو انتقال بشپړ او ټول بهرني محارب ځواکونه دې له دې هیواده ووځي.

ویل کېږي، د فرانسې دغه اقدام په د هغو هیوادونو پر حکومتونو، چې ځواکونه یې په افغانستان کې د امریکا په مشري ایتلاف کې د القاعده او طالبانو په وړاندې جګړه کې برخه لري، فشارونه زیات کړي، چې له وخته مخکې خپل ځواکونه بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه کړي.

خو د بریتانیا صدراعظم ډیوېډ کامرون په لندن کې له افغان ولسشمر سره له خبرو وروسته د تیرې شنبې په ورځ وویل، چې له افغانستانه د ځواکونو ایستل باید د دې هېواد په امنیتي وضعیت پورې تړلې وي او زیاته یې کړه چې زموږ د عسکرو وتل د دې هېواد په مختلفو سیمو کې افغان امنیتي ځواکونو ته د مسوولیتونو په سپارولو پورې تړلی دی او د ناټو ټول غړي باید دغه اصل په پام کې ونیسي.

د ایتالیا د دفاع وزیر ویلي یې، چې هېواد یې له افغانستانه د عسکرو د ایستلو په برخه کې په خپلو کړیو ژمنو ولاړ دی.

جرمني هم ویلي، چې له هغه پلان سره موافق دی، چې له مخې یې د ۲۰۱۴ کال ترپایه د افغانستان د امنیتي چارو مسوولیت په بشپړه توګه افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل کېږي.

د فرانسې د ولسمشر وروستی وړاندیز ته پام سره د ناټو یوې ویاندې اوانا لنګیسکو هم په دې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د انتقال پروسه به له مخکېنی توافق سره سم تر۲۰۱۴ کال پورې بشپړه شي.

هغې وویل، ناټو به د شیکاګو په سرمشریزه کې چې په مې میاشت کې جوړیږي، د انتقال د بل پړاو په اړه بحث او خبرې وکړي.

ویل کېږي، په دې سرمشریزه کې به ډېر تمرکز پر دې مسالې وي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په څه ډول د افغان امنیتي ځواکونو لګښتونه تامین شي.

د افغانستان د امنیتي ځواکونو، پولیسو او اردو د شاوخوا درې سوه زره کسیز ځواک د کال لګښتونه له پنځونه تر شپږ میلیارډ ډالرو اټکل شوی، چې د کارپوهانو په وینا نه یې د افغانستان دولت د تامین وس لري او نه هم امریکا او اروپایي هیوادونه دې ته زړه ښه کوي، چې دغه لګښتونه تامین کړی.
XS
SM
MD
LG