د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

"یو شمېر رسنۍ د ګاونډیو د استخباراتو له خوا تمویلیږي"


په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا ″نی″ مسوول صدیق الله توحیدي.
په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا ″نی″ مسوول صدیق الله توحیدي.
په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا ″نی″ د یوشمېر هغو رسنیو په فعالیت اندیښنه څرګندوي، چې په سیاسي کړیو، زور واکانو پورې تړاو لري، او د ګاونډیو هیوادونو لکه ایران او پاکستان له خوا تمویلیږي.

د ″نی″ موسسې یوتن مسوول صدیق الله توحیدي، د یکشنبې په ورځ یې د خبریالانو لپاره د یوه انسټیټیوټ د پرانستلو په غونډه کې ازادي راډیو ته وویل، دا رنګه رسنۍ کله نا کله خلکو ته له غرضه ډګې او د ملي یووالي پرخلاف خپرونې کوي:

″دا ډېره د اندیښنې وړ ده، په دې خاطر چې ځینې دا رسنۍ د ایران او پاکستان د استخباراتو په پیسو تمویلیږي او کېدای شي، چې دا ملت یوځل بیا په خپل منځ کې واچوي، شخړې را پیدا کړي او یا داسې نورې توطیې جوړې کړي، چې د خلکو د ملي یوالی د ختمولو سبب وګرځي.

په دې ډله کې چاپي رسنۍ هم راځي او برقي هم.″

که څه هم ښاغلي توحیدي د داسې رسنۍ نوم وانخیست، چې د ګاونډیو هیوادونو په مالي مرستو چلیږي، خو ویې ویل، ایران او پاکستان کوښښ کوي، چې له دې لارې خپلو اهدافو ته ورسیږي.

ښاغلي توحیدي په دې برخه کې افغان حکومت په بې غوري تورن کړ او ویې ویل، چې د دې دوه هېوادونو اجینټان د دولت په لوړو پوستونو کې کار کوي او بیلا بیلو رسنیو ته په اسانۍ سره جواز ورکوي.

مخکې، له دې د خبریالانو د دفاع ټولنې هم ویلي وو، چې داسې رسنۍ موجودې دي، چې د ایران او پاکستان د ګټو لپاره په افغانستان کې کار کوي.

خو د اطلاعاتو او کلتو وزیر سید مخدوم رهین بیا وايي، چې دغه وزارت د مشخصو معیارونو له مخې رسنیو ته جواز ورکوي.

"د ټولو رسنیو د څارنې امکانات نه لرو"

ښاغلي رهین له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دوی د ټولو رسنیو د څارنې لپاره امکانات نه لري، خو که څوک د کومې رسنۍ په اړه قانوني شکایت ولري، وزارت ته دې مراجعه وکړي:

″تر اوسه خو داسې شواهد چې دا ډول حرکت تثبیت کړي، ثبوت یې کړي زموږ سره نشته، خبره دا ده، چې دا جوازونه زموږ د نشراتي معینیت له خوا ورکول کېږي او هغه هم ځینې معیارونه لري، دا خو زموږ لپاره اسانه خبر نه ده، چې موږ تشخیص وکړو، چې څوک د کوم هیواد خاص نفر او یا هم اجینټ دي.″

اوسمهال په افغانستان کې له دېرشو زیات شخصي ټلویزیونونه، له یو سله پنځوسو زیاتي راډیو ګانې او سلګونه چاپي خپرونې فعالې دي.

که د دغو رسنیو د یو شمېر کمزوریو په اړه انتقادونه کېږي، له بلې خوا د دغو رسینو فعالیت په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان له لویو لاسته راوړنو څخه هم بلل کېږي.

راپور: ذکېه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG