د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

مشرانو جرګې په قطر کې له طالبانو سره د امریکا پر خبرو نیوکه وکړه


که څه هم د مشرانو جرګې اکثرو غړو په خپلو خبرو کې په دې ټینګار کاوهؤ چې سوله د افغانستان د روانې ستونزې د هواري لاره ده، خو د سولې لپاره په قطر کې د امریکایايي چارواکو او طالبانو ترمنځ پر روانې اړیکو یې هم انتقادونه درلودل.

د دوی تر ټولو لویه اندیښنه هماغه وه چې تر دې مخکې یو شمیر افغان چارواکو څرګنده کړې چې د قطر په خبرو کې د افغانستان دولت څنډې ته پاتې شوی دی.

دوو تنو سناتورانو محمد حسن هوتک او داود حساس په دې اړه وویل:

″طالبان او حزب اسلامي یو طرف دی او د افغانستان دولت بل طرف دی. سوله ددغو دوو لوریو په منځ کې باید و اوسي، دا باید افغاني وي، په ځانګړې توګه د افغان دولت تر مشرتابه لاندې باید وي.″

″د سولې له عالي شوره د لومړي ځل لپاره مالي مرسته بهرنیانو وکړه، د محترم حضرت صیب په مشرۍ چې کوم د سولې کمیسیون له دې نه مخکې جوړ شوی و، هغه هم بهرنیانو حمایه کاوه، نن په قطر کې چې دفتر جوړیږي هغه هم د بهرنیانو له ملاتړ نه برخمن دی، دا ټولې هغه ډرامې دي چې پرموږ یې په تیرو دیرشو کلونو کې بهرنیان کوي.″

د مشرانو جرګې یو شمیر غړو په دې هم ټینګار کاوه چې د سولې خبرې باید د طالبانو پر ځای له پاکستان سره وشي.

د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني له وژل کیدو وروسته جمهور رئیس حامد کرزي هم همدغه خبره کړې وه، خو وروسته څرګنده شوه چې له طالبانو سره په خبرو کې د امریکا حکومت ډیر مخ کې تللی و.

په عین حال کې د پاکستان حکومتي چارواکي هم داسې انګیري چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې شامل نه دی او ټاکل شوې چې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیره هنا رباني کهر په نږدې راتلونکې کې کابل ته ورسیږي.

له وسلوالو مخالفینو سره د خبرو په اړه د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وویل، اکثره سناتوران په دې باور دي چې سوله باید اساسي قانون او د تیرو لسو کلونو لاسته راوړنو ته په درناوي سره وشي:

″د افغانستان د سولې عالي شورا او په قطر کې چې کومه اداره چې نړیوالې ټولنې طالبانو ته جوړه کړې ده، دوی په همغږۍ کولای شي چې افغانانو ته سوله راولي، د افغانستان د لسو کلونو لاسته راوړنو او اساسي قانون ته په درناوي، د ښځو حقونو، د بشر حقونو، د بشر د حقونو دعوت کوونکو او نور نړیوالو سازمانونو چې د ترهګرۍ سره یې مبارزه کړې ده، په درناوي باید وشي.″

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې پخوا د افغانستان د اساسي قانون منل د خبرو لپاره په وسلوالو مخالفینو د یو شرط په توګه یاداوه، خو د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي کابل ته په خپل سفر کې ځینې نوې خبرې هم درلودې.

ښاغلي مارګ کروسمن په قطر کې د دفتر د پرانستلو لپاره پر طالبانو دوه شرطه کیښودل، یو له القاعده شبکې څخه په ډاګه خپل پریکون اعلانول او بل د افغانانو ترمنځ له خبرو نه ملاتړ.

نوموړي همداراز د افغان چارواکو د اندیښنو د له منځه وړو هڅه وکړه او ویې ویل، د افغانستان د راتلونکې په اړه هر ډول پریکړه یوازې افغانان کولای شي.

راپور: احمد زبیر ژمن
XS
SM
MD
LG