د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۲

″افغان پوځ له ټاکلي مودې نه مخکې امنیتي مسوولیت اخیستو ته چمتو دی″


د دفاع وزارت که څه هم تر ټاکلي وخت یو کال مخکې د امنیت اخیستلو ته چمتووالی ښيي، خو د وسایلو، تجهزاتو او لازمو مرستو غوښتنه هم کوي.

د دفاع وزارت د اوپراسیون رییس جنرال افضل امان ازادۍ راډیو ته وویل، که چیرې پرېکړه همداسې وي، چې د ټول افغانستان امنیت دې په 2013 کال کې افغان ځواکونه له بهرنیو پوځونو واخلي، افغان پوځ د دې مسوولیت اخیستلو ته تیار دی.

“موږ خو سرتیري یو، د خپلي قوماندنۍ تر امر لاندې یو، لکه دفاع وزیر، ولسمشر د ټولو ځواکونو د عالی قومندان په حیث چې څه لارښوونه کوي او څه وايي، موږ ورته تیار یو، چې د هیواد خدمت وکړو.

موږ تل پر ښو وړتیاوو ټینګار او هڅه کوو او همدارنګه پر محاربوي احضاراتو، دا زموږ وړاندیز دی، ټولو افسرانو، دفاع وزارت او له دې وزارته مو د ټولو ځواکونو عالی قومندان ته هم دا وړاندیز کړی او تر دې پخوا هم وړاندیز سوی.”

افغان ولسمشر حامد کرزي د فرانسې له ولسمشر نیکولاس سرکوزي سره په پاریس کې د خبرو پر مهال غوښتنه کړې، چې ټول نړیوال پوځونه دې د 2014 کال د پای پر ځای په 2013 کال له افغانستانه ووځي او د دې هیواد د امنیتي چارو مسوولیتونه دې افغان ځواکونو ته وسپاري.

ولسمشر سرکوزي هم دا منلې او په خبره یې چې دی او ښاغلی کرزی به له ناټو وغواړي، چې د افغانستان د ټولو سیمو د امنیتي چارو مسولیتونه په 2013 کال تر ټاکلي وخت یو کال مخکې وسپاري.

خو د پوځي او امنیتي چارو افغان پوهان بیا د دې پرېکړي عملي کولو ته اندېښنه لري او په خبره یې چې دا د افغان ځواکونو پر اوږو تر وخت مخکې د درانه بار اچول دي.

د کورنیو چارو پخواني وزیر فقیر محمد فقیر ازادۍ راډیو ته وویل، چې افغان ځواکونه د شمېر له اړخه پوره دي، خو لږ وسایلو او تجرتې ته یې په کتلو افغان ځواکونه د دې پرېکړي د عملي کولو وس نه لري.

“که څه هم د کمیت په لحاظ زموږ، پوځ، پولیس او امنیت پوره دي، خو کیفیت یې تاسو وینی، ځني پېښې په کې کیږي، چې هغه پیښي د سبا لپاره اندېښنه ده.

که حالات دغسي روان وي او زموږ په دولت کې ژور بدلونونه رانه سي، په موجوده جوړښت سره کاملا تشویش دی، که بهرنیان ووتل دوې ورځي امنیت نه سي ساتلای.”

د 2010 کال په نومبر کې افغان ولسمشر حامد کرزي او د ناټو سرمنشي اندراس فو راسموسن د پرتګال په لیزبون کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړه وکړه.

هغه وخت ددې هوکړه لیک له مخي ویل سوي وه، ناټو به د 2014 کال په پای کې د افغانستان امنيتي چاري په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته سپاري.

افغان ځواکونو ته له وخت نه مخکې د امنیتي مسؤلیتونو د سپارلو مسئله د فرانسې ولسمشر وروسته له هغې پورته کړه، چې څلور سرتیري یی اوس اوس د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې د یو افغان سرتیري لخوا ووژلې شول.

افغان کتونکې بیا پدې باور دي، چې ولسمشر کرزي او دده حکومت باید ددې وړاندیز ملاتړ ونکړي، که نه نو له سختی ملامتۍ سره به مخ شي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG