د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

کامرون: له افغانستانه د وتلو پړاوونه باید په احتیاط ترسره شي


د بریتانیا صدر اعظم ډېوېډ کامرون
د بریتانیا صدر اعظم ډېوېډ کامرون
د برتانیا صدراعظم وايي، نړیوال ځواکونه باید تر ۲۰۱۴ م کاله پورې له افغانستان څخه د وتلو پړاوونه په ډیراحتیاط او دې ته په پام سره چې افغان ځواکونه د مسولیتونو ترلاسه کولو ته څومره متعهد دي، ترسره کړي.

ډیوېډ کمرون چې لندن ته نزدې د خپل اوسیدو په ځای کې يې تیره ورځ له افغان ولسمشر حامد کرزي سره له لیدو وروسته څرګندونې کولې وویل:

″زه نه غواړم چې ووینم په ۲۰۱۴ م کال کې کله چې پاتې ټول سرتیري په یو ځل له راووځي، موږ د یوه پاڼ په سر اووسو. خو په ښکاره ډول د اوس او ۲۰۱۴م کال تر منځ به د ځواکونوکمولو اندازه د افغانستان په مختلفو سیمو کې افغان ځواکونو ته د انتقال څرنګوالي ته مربوطه وي.″

د برتانیا صدراعظم پلان لري، چې روان م کال له افغانستان څخه خپل ۵ سوه سرتیري وباسي خو لندن په راتلونکې کې له افغانستان څخه د خپلو نورو عسکرو د ویستلو لپاره تر اوسه کوم مهال وېش نه دی اعلان کړی.

ښاغلي کامرون ټنیګار وکړ، چې هیواد يې له ۲۰۱۴ م کال وروسته له افغانستان سره د اوږود مهاله شراکت او همکاریو غوښتونکی دی.

په همدې حال کې د برتانیا صدراعظم او افغان ولسمشر د ستراتیژیکو همکاریو سند هم لاسلیک کړ.

برتانیا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا نهه نیم زره سرتیري لري او دې هیواد لا دمخه ویلي، چې د افغانستان په جنوب کې به د خپلو پوځي فعالیتونو لمن هغو سیمو ته ونه غځوي له کومو څخه چې د نورو هیوادونه سرتیري اوځي.
XS
SM
MD
LG