د پکتيا ولايت د ۷۲ ليسو د دولسمو ټولګيو له ۱۹۰۰ تنو زده کوونکو څخه په پکتيا پوهنتون کې د کانکور ازموينه واخيستل شوه چې له دغه زده کوونکو څخه يې ۷۵ تنه نجونې دي.
د کانکور ازموينې د تنظيموونکو په وينا دغه ازموينه چې د شنبې په ورځ پيل شوې، د يکشنبې په ورځ به هم دوام وکړي.
د پکتيا پوهنتون رييس عبدالرحيم فراهي د کانکور ازموينې په تړاو رسنيو ته وويل چې سږکال به دوی د پکتيا پوهنتون پينځو مختلفو پوهنځيو ته ۱۰۰۰ تنه نوي محصلان جذب کړي .
د پکتيا د پوهنې ريس محراب الدين شفق بيا د کانکور د ازموينې په اړه رسنيو ته وويل چې د تېر کال پر تله سږ کال په کانکور کې د ګډونوالو شمېر نږدې دوه برابره زياته شوې.
نوموړي وويل چې سږ کال د فارغانو د زياتوالي لامل دا دی چې هم له زده کړو سره د خلکو مينه زياته شوې او هم د دوی د رياست لخوا د لېسو او ښوونځيو شمېر زيات شوی دی.
بلخوا د دې ازموينې يوې ګډونوالې زينتې ازادۍ راډيو ته وويل : خوشاله ده چې په ډېره ښه فضا کې ازموينه ورکوي او د نجونو د شمېر د زياتوالي په اړه بيا وايي چې اوس ډېرې کورنې خپلې نجونې له ښوونځيو څخه نه منع کوي.
ياده دې وي چې تر دې مهاله د پکتيا ولايت په کچه ۷۲ داسې لېسې دي چې په دوامدار ډول فارغان ورکوي، خو سږ کال بيا د فارغو شويو نجونو په شمېر کې د تېر کلونو پر تله زياتوالی راغلی او په دې ولايت کې د دولت وسله والو مخالفانو هم د نجونو له زده کړو سره مخالفت ندی ښودلی.
راپور – لمر نيازی