د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۲

الکوزی: له ٢٠٠٧ راهيسې مو صادرات ٣٥ فيصده کم شوي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي وايي، د برېښنا د انرژۍ او د اړتیا وړ ځمکې کموالی او پر وارداتو ټیټه تعرفه د هغو عواملو څخه دي، چې د هیواد د صادراتو د راکمیدو سبب شوي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، چې په تیرو څو کلونو کې د افغانسان په صادراتو کې پنځه دیرش فیصده کموالی راغلی:

″له دوه زره او وم کال راهیسې زمونږ په صادراتو کې پنځه دیرش فیصده کموالی راغلی، له اقتصادي پلوه دا زمونږ هیواد ته یوګواښ اود خطر زنګ دی.

په دې برخه کې چې صنعت څنګه وده کولای شی اوڅنګه مونږ په خپلو پښو دریدای شو،مونږ خپل ځانګړي وړاندیزونه په تیره غونډه کې ولسمشر کرزي ته وړاندې کړل.″

ښاغلي الکوزي دغه خبرې په هغې غونډه کې وکړې چې د صنعت کاروانو د مرکزي ټولنې د جوړیدو په مقصد جوړه شوې وه.

دغه ټولنه په افغانستان کې د صنعت د ودې او د صنعت کارانو د فعالیتونو د همغږي کولو په هدف جوړه شوه.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال په دې غونډه کې د صنعت په ودې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د هیواد په اقتصاد کې رغنده رول لري.

ایسا یا د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ اداره هم د پانګه اچونې په وړاندې د ځینو ستونزو یادونه کوي او وایي چې په دغه هیواد کې پانګه اچوونکي پوره امنیت نه لري.

په آیسا کې د پانګه اچونې د پراختیا مسئول روح الله احمدزی وایي دنړیوال بانک دیوې ارزونې له مخې په افغانستان کې د پانګه اچوونکو وضعیت ښه نه دی.

″د نړیوال بانک د یوې سروې له مخې په افغانستان کې پانګه اچونه خوندیتوب نه لري.

دا یوه لویه اندیښنه ده چې مونږ په تیرو لسو کلونو کې افغانستان ته لازمې پانګه اچونې را جلب نه کړې.

د دې ترڅنګ د بریښنا کموالی،قرضو ته نه لاس رسی هغه عمده ستونزې دي چې زمونږ سوداګر ورسره مخ دي.″

له دې وړاندې هم په افغانستان کې د پانګه اچوونکو دوضیعت او امنیت په اړه اندیښنې مطرح شوې وې.

په افغانستان کې د پانګه اچوونکو لویه ستونزه ناامني ده چې له امله یې ډیرپانګه وال خپلې پانګې له هیواد باسي.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي وو چې په افغانستان کې به کورنیو او بهرنیوپانګه اچوونکو ته لازم تدابیرنیسي خو تراوسه هم د پانګه اچونکو او سوداګرو د امنیت په اړه اندیښنې موجودې دي.

راپور:اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG