د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

″د قطر له دفتره باید د بین الافغاني خبرو لپاره استفاده وشي″


د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو مسوول اسماعیل قاسمیار.
د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو مسوول اسماعیل قاسمیار.
د سولې عالي شورا دا باور څرګندوي، چې په قطر کې له طالبانو سره د پخلاینې لپاره وروستي پرمختګونه به د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره زمینه برابره کړي.

د دې شورا غړي په دوحه کې طالبانو ته د سیاسي دفتر د پرانستلو لپاره وروستي پرمختګونه هیله بښونکي بولی او وایي، چې دا هڅې سم لور ته روانې دي.

د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو مسوول اسماعیل قاسمیار د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا پرمختګونه د سولې د خبرو لپاره مقدمات جوړوي.

″یوازې د دې دفتر پرانستل د کوم درد دوا نه وه مګر دا، چې له دې دفتر نه د بین الافغاني خبرو لپاره استفاده وشي او د سولې بهیر پیاوړې کړای شي. د طالبانو د رهبرۍ ډاډمن استازي هلته ورشي کار وکړي او د بین الافغاني خبرو، چې یوازې افغانان په کې برخه ولري مقدمات ترسره کړي.″

خو دا پرمختګونه له هغه څه توپیر لري، چې امریکایی چارواکي ورته اشاره کوي، امریکا وایي، چې د دفتر د پرانستلو لپاره ځینې نور کارونه پر مخ پراته دي، چې باید ترسره شي.

په کابل کې د امریکا سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دې د پرمختګونو په اړه د رسنیو رپورټونه نا سم بولي.

د امریکا د سفارت په اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د څرګندونو ځینې برخې راخستل شوي.

ښاغلي مارک ګراسمن ویلي، چې د دفتر له پرانستلو مخکې باید د افغان او قطر د حکومتونو ترمنځ خبرې وشي او ددې دفتر له پرانستلو مخکې باید طالبان په یوه اعلامیه کې نړیوال ترورزم وغندي او له تاوتریخوالي لاس په سر شي.

که څه هم افغانستان ته د مارک ګراسمن د سفر په پای کې دا اعلان وشو، چې د قطر یو پلاوې به کابل ته راشي، خو د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو مسوول وایي، چې تراوسه هم نه ده څرګنده، چې دا پلاوی څه ډول ترکیب لري.

″تراوسه پورې موږ د پلاوي ترکیب نه دې معلوم، خو هغه معلومات، چې موږ لرو دا دی، چې د قطر یو پلاوی کابل ته راځي، څو له افغان حکومت او په غالب ګمان د سولې له عالي شورا سره هم وګوري.

دوی به په قطر کې طالبانو ته د دفتر د پرانستلو په اړه افغان حکومت ته معلومات ورکړي، که څه هم دا معلومات باید ډیر مخکې ورکړل شوی وای.″

د طالبانو د دفتر لپاره د امریکا شرایطو ته په داسې حال کې اشاره کیږي، چې د ځینو نړیوالو اژانسونو د رپورټونو له مخې د طالبانو ځینې استازي لا دمخه دوحې ته رسیدلي دي.

په رپورټونو کې ویل شوي، چې د طالبانو په استازو کې د ملا عمر پخوانې سکرټر طیب اغا، په سعودي عربستان کې د طالبانو پخوانې سفیر مولوي شهاب الدین او ځینې نور کسان شامل دي.

خو تراوسه پورې امریکایی چارواکو قطر ته د دغو کسانو د ورتګ په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

راپور: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG