د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

وزیري: هڅه کوو د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت افغاني کړو


که څه هم د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي د فرانسوي ځواکونو له خوا د افغان عسکرو د روزنې د پروګرام د بیا پیل هرکلی کوي، خو وايي، دوی د روزنې د پروګرام په بشپړه توګه افغاني کیدو لپاره هلې ځلې کوي.

د دفاع وزارت د ویاند مرسیتال جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، چې تر دوه زرو څوارلسم کال پورې افغان ځواکونه د روزنې په برخه کې د فرانسوي عسکرو په ګډون د نړیوالو ځواکونو مرستې ته اړ دي.

خو نوموړي وویل، تر دوه زرو څورالسم کال پورې به د افغان ځواکونو د روزنې پروګرام هم په بشپړه توګه افغاني شي:

″موږ هڅه کوو چې د ښوونې او روزنې استادان په خپله افغانان وروزو تر څو دا پروسه هم افغاني شي. اوس نږدې پنځه اویا سلنه ښوونه او روزنه د خپله افغاني افسرانو، برید ملانو او ښوونکو له خوا ترسره کیږي، نو دا کومه سلنه چې پاتې ده، هغه د بهرنیو هیوادونو له خوا چې فرانسویان په کې هم شامل دي، ترسره کیږي.″

ښاغلي وزیرې وویل، چې ممکن له دوه زرو څوارلسم کال وروسته به نړیوال ځواکونه په محدودو برخو کې د افغان ځواکونو په روزنې کې برخه ولري.

هغه د بیلګې په توګه د هوايي ځواک روزنې ته اشاره وکړه، چې له دوه زره څوارلسم کال نه وروسته به هم په کې د بهرنیو ځواکونو مرستې ته اړتیا وي.

وروسته له هغې چې په کاپسا ولایت کې یوه افغان عسکر څلور فرانسويان ووژل
او شاوخوا پنځلس نور یې ټپیان کړل، فرانسې د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت او له دې ځواکونو سره ګډ عملیات وځنډول.

خو په پاریس کې له خپل افغان سیال سره له خبرو وروسته د فرانسې جمهور رییس نیکولاس سرکوزي وویل؛ چې په افغانستان کې به یې د ځواکونو روزنیز ماموریت بیرته پیلږي.

نوموړي همداراز وویل، چې فرانسوي ځواکونه به له مخکیني اعلان یو کال مخکې یعنې د دوه زرو دیارلسم کال تر پایه افغانستان پریږدي.

د پوځي چارو یو شمېر افغان کتوونکي په دې باوري دي، چې د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت اوس هم په ځینو برخو کې افغاني کیدای شي، خو د هوايي ځواک او نوې ټکنالوژۍ د استعمال په برخو کې به بیا هم د بهرنیو مرستې ته اړ وي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال ډګر جنرال عبدالهادي خالد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

″که دنیا وغواړي، چې افغانستان هوايي مدافع پوځ ولري، دا بیخي ضرور ده، چې له نړۍ څخه موږ روزنیزه او علمي مرسته وغواړو. خو دغه پیاده نظام، د پوځ لپاره د روزنیز پروګرام جوړول او تطبیق کول، د ښوونکو روزل، دا کوچنی کار دی، د دفاع وزارت دا کار اوس هم کولای شي او پخوا هم دغه ظرفیت په افغانستان کې موجود و.″

ښاغلي خالد وویل، چې ځینې هیوادونه د روزنې د پروګرام په نامه غواړي، خپل ډیر شمېر عسکر په افغانستان کې پاتې کړي، چې د افغان ځواکونو د روزنې تر څنګ به سیاسي اهداف هم ولري.

که څه هم ټاکل شوې، چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه په افغانستان میشت نړیوال ځواکونه په بشپړه توګه امنیتې چارې کورنیو ځواکونو ته انتقال کړي، خو د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون ځینو هیوادونو له هغې وروسته هم د افغان ځواکونو د روزنې د ماموریت په دوام ټینګار کړی دی.

راپور: احمد زبیر ژمن
XS
SM
MD
LG