د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۱

کابل او لندن د همکاريو موافقتنامه لاسليکوي


افغان ولسمشر حامد کرزی او د بریتانیا صدر اعظم ډېوېډ کامرون.
افغان ولسمشر حامد کرزی او د بریتانیا صدر اعظم ډېوېډ کامرون.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د بريتانيا صدراعظم ډېوېډ کامرون نن په لندن کې ويني. دواړه مشران به د همکاريو يوه موافقتنامه لاسليک کړي.

دا موافقتنامه له افغانستانه د بريتانيا د محاربو پوځيانو تر وتلو دوه اړخيزه همکاريو روښانوي. ټاکل شوې ده چې د دوه زره څوارلسم ميلادي کال تر پايه ټول محارب بريتانيايي عسکر له افغانستانه ووځي.

ټاکل شوې وه، چې ولسمشر کرزي د ليندۍ په مياشت کې بريتانيا ته ولاړ شي، خو په کابل کې د عاشورا په ورځ د خونړيو بمي چاودنو له امله يې دا سفر لغوه کړ.

د رويټرز اژانس په وينا ولسمشر کرزي او د بريتانيا صدراعظم به په افغانستان کې امنيتي وضعيت وڅيړي، پر سياسي اصلاحاتو به خبرې وکړي او پر دې مسالې به وغږيږي، چې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته نړۍ له افغانستان سره څه کولي شي.

د بريتانيايي چارواکو په وينا رويټرز اژانس څرګندوي، چې د بريتانيا او افغانستان تر منځ موافقتنامه به د دواړو هيوادو تر منځ د دوه زره پنځم ميلادي کال تړون نوي کړي او دا به په کې څرګنده شي چې څرنګه دواړه هيوادونه، افغانستان او بريتانيا، په سياسي، امنيتي، د قانون د حاکميت، اقتصاد، د ټولنيزو چارو په پرمختګ او کلتوري برخو کې همکاري کولي شي.

د جمعې په ورځ ولسمشر کرزي په پاريس کې هم ورته سند له فرانسوي چارواکو سره لاسليک کړ تر هغه مخکې يې په روم کې له ايټاليا سره يوه موافقتنامه وکړه.

افغان حکومت هڅه کوي، چې له دوه زره څوارلسم ميلادي کال وروسته د نړيوالو مرستې جذب کړي، څو هغه وخت چې بهرني محارب پوځيان له دې هيواده وځي دوي له ستونزو سره مخامخ نه شي.
XS
SM
MD
LG