د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۴

د پيښور پولیسو یو افغان موټر چلوونکی وواژه


د تواب په نوم د وژل شوي ځوان افغان موټر چلوونکي کورنۍ وايي، پولیسو پر نوموړي وروسته له هغې ډزې وکړې، چې د سلو پر ځای يې اتيا کلدارې پولیسو ته و رکړې.


د نوموړي د ماما زوی احمدالله احمدزي ازادي راډیو ته وویل، تواب چې په خپله لارۍ کې یې سیمنټ بار کړي او د افغانستان پر لور روان و، د جمعې په ورځ شاوخوا یوولس بجې د پيښور په حلقوي سرک یا رنګ روډ د پشته خرې تاڼې په حدودو کې د لويې لارې پر سر په رڼا ورځ د پولیسو د یوه سرتيري له خوا په ډزو ووژل شو.

نوموړي په پيښور کې د افغانستان د جنرال کونسلګرۍ له مسوولینو مننه وکړه، چې سمدستي د پيښې ځای ته ورسیدل او د تواب د قتل دوسیه يې د سیمې په تاڼه کې ثبت کړه، خو غوښتنه یې وکړه، چې نه یواځې د پيښور کونسلګري بلکې د افغانستان دولت بايد په لوړه کچه دغه پيښه تعقیب کړي.

د پشته خرې تاڼې یوه مسوول افسر، چې نه يې غوښتل نوم او غږ يې خپور شي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ټوله ملامتي پر موټر چلوونکي واچوله او ادعا يې وکړه، چې پولیسو وروسته له هغې پر موټر ډزې وکړې، چې په خبره یې موټر چلوونکي غوښتل په امنیتي پوسته کې ولاړ پولیس تر موټر لاندې کړي.

خو په پيښور کې د افغانستان د جنرال کونسلګرۍ دویم سکرتر محمد هاشم نیازي، چې دا پيښه یې له نژدې تعقيب کړې د تواب د کلينر له قوله ازادي راډيو ته وویل، چې د پيښې پرمهال د دوی لارۍ د لويې لارې پر سر ولاړه وه:

د قبايلي ټرانسپورټرانو د اتحاديې یا خيبر ټرانسپورت مرستيال یوسف خان اپريدي له ازادي راډیو سره په مرکه کې دغه پيښه په کلکه وغندله او ويې ویل، چې که قاتل محاکمه نه شي نو دوی به له افغان موټر چلوونکيو سره یو ځای احتجاجي مظاهرې او کاربندي اعلان کړي:

د یادونې وړ ده، چې د لویو لاريو افغان او پاکستاني موټر چلوونکي د دواړو غاړو ته د پوليسو له ناسم چلند څخه شکايت کوي او وايي، چې له کراچۍ نیولې تر کابل او د افغانستان نورو ښارونو پورې له دوی څخه په ناقانونه توګه پيسې اخیستل کیږي او د نه ورکولو په صورت کې په مرګ ګواښل کیږي، چې ښکاره مثال يې د تواب وژنه ده ، چې په رڼا ورځ د پولیسو له خوا د ګڼو خلکو پر وړاندې په ډزو ووژل شو.
XS
SM
MD
LG