د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

″ناټو دې په ۲۰۱۳ کال کې افغان ځواکونو ته د پوځي عملیاتو پر سپارلو غور وکړي″


افغان ولسمشر حامد کرزی اروپا ته د خپل سفر په لړ کې د فرانسې له ولسمشر سره د کتو پر مهال.
افغان ولسمشر حامد کرزی اروپا ته د خپل سفر په لړ کې د فرانسې له ولسمشر سره د کتو پر مهال.
د فرانسې جمهور رییس نیکولاس سارکوزي د جمعې د ورځې په وروستیو کې له جمهور رييس حامد کرزي سره له کتنې وروسته په پاریس کې وویل، له خپل افغان سیال سره یو ځای له ناټو څخه غواړي، چې تر ۲۰۱۳ کاله پورې افغان ځواکونو ته د ټولو پوځي ماموریتونو په سپارلو غور وکړي.

له دې مخکې ویل شوي وو، چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به افغان ځواکونو ته په بشپړ ډول د امنیتې چارو مسوولیتونه سپارل کیږي.

جمهور رييس سارکوزي په دې اړه وویل:

“موږ له جمهور رييس کرزي سره په بشپړ توافق پریکړه وکړه، چې له ناټو څخه وغواړو، افغان پوځ ته تر ۲۰۱۳ کاله پورې د ټولو محاربوي ماموریتونو په سپارلو دي غور وکړي.”

د فرانسې جمهور رييس دغه راز وويل، د امریکا جمهور رييس بارک اوباما یې هم په دغه پلان خبر کړی دی. ده وویل، دا مساله به د ناټو وزیرانو په راتونکي غونډې کې چې د فبرورۍ د میاشتې په سر کې به په برسل کې جوړه شي، وړاندې کړي.

جمهور رييس حامد کرزي هم ویلي، افغان ځواکونو ته به د ۲۰۱۳ کال تر پایه او یا هم د ۲۰۱۴ کال په لومړیو کې د امنیتي چاروټول مسوولیتونه وسپارل شي:

“موږ هیله من یو، لکه څنګه چې موافقه شوې وه، افغان ځواکونو او حکومت ته به د انتقال عملیه په بشپړ ډول، د ۲۰۱۳ کال په پای او یا هم د ۲۰۱۴ کال په لومړیو کې تر سره شي.”

د فرانسې جمهور رييس نیکولاس سارکوزي له جمهور رييس حامد کرزي سره له کتنې وروسته اعلان وکړ، چې فرانسوي روزونکي به سر له شنبې بیرته په افغانستان کې د روزنې ماموریت پیل کړي.

دا ماموریت په افغانستان کې د یوه افغان عسکر له خوا د څلورو فرانسوي عسکرو له قتل وروسته ځنډول شوی و.

جمهور رييس کرزي د خبرو په یوې برخې کې د دغې خواشینونکې پیښې له امله خپګان څرګند کړ او یوځل بیا یې د فرانسې له مرستو مننه وکړه:

“د افغانستان خلک د دغې پیښې په اړه خپګان او خواشني څرګندوي او د څو کلونو په اوږدو کې د فرانسې د خلکو د قوي ملاتړ مننه کوي.”

د فرانسې جمهور رييس نیکولاس سارکوزي د خپلو څرګندونو په یوې برخې کې وویل، د ۲۰۱۲ کال په پای کې به زر فرانسوي عسکر له افغانستان څخه ووځي او په ۲۰۱۱ میلادي کال کې ۶۰۰ فرانسوي عسکر هم وطن ته ستانه شوي وو.

سارکوزي زیاته کړه، د کاپیسا په ولایت کې، چې ۳۶۰۰ تنه فرانسوي عسکر په کې ځای پر ځای دي، امنیتي مسوولیتونه به یې د روان کال مارچ میاشت کې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
XS
SM
MD
LG