د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

افغانستان او ايټاليا د ستراتيژيکو همکاريو سند لاسليک کړ


له ښۍ خوا: د ايټاليا صدراعظم ماريو مونتي او ولسمشر کرزى
له ښۍ خوا: د ايټاليا صدراعظم ماريو مونتي او ولسمشر کرزى
ولسمشر حامدکرزي او د ایټالیا صدراعظم ماریومونټي پرون په روم کې د دواړو هېوادونو ترمینځ د اوږدمهالو ستراتيژیکو همکاریو سند لاسلیک کړ. د دې سند له مخې د افغانستان او ایټالیا ترمینځ همکاري نوره هم پراخېږي.

د ایټالیا صدراعظم د دې سند له لاسلیکولو وروسته وویل، ددې کتنې اصلي پیغام دا دی چې په ۲۰۱۴ کال کې د ایټالوي سرتېرو له وتلو وروسته به له افغانستان سره د ایټالیا مرستې کمې نشي او دا هېواد به افغانستان یوازې پرې نه ږدي. مونتي که څه هم یادونه وکړه چې په پوځي او امنیتي برخو کې به د ایټالیا مرستې کمې شي خو ډاډ یې ورکړ چې دا مرستې به په ملکي او اقتصادي برخو کې زیاتې شي.

د ایټالیا صدراعظم وویل، د افغانستان اقتصادي بنسټ باید ورغول شي او ځکه ده یادونه وکړه چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره په اقتصادي برخو کې همکاري پراخه کړي او په دې لړ کې به په هرات ولایت کې په پرمختیايي پروژو کې خپله ونډه پراخه کړي.

د ایټالیا صدراعظم همداراز وویل چې روم له وسله والومخالفینو سره د افغان حکومت د خبرواترو ملاتړ کوي خو ده ټینګار وکړ چې وسله وال طالبان هم باید له تشدد څخه لاس واخلي او د هېواد یووالي ته درناوی وکړي.

په دې کتنه کې ولسمشر کرزي ایټالوي سوداګر د هېواد د کانونو په سکتور کې پانګونې ته وهڅول او له هغو څخه یې غوښتنه وکړه چې کولای شي په نورو برخو کې هم په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ولسمشرحامدکرزی چې چارشنبې ناوخته د ایټالیا پلازمېنې روم ته ورسېد په پام کې لري چې له فرانسې او ایټالیا سره د ستراتیژیکو همکاریو د سندونو له لاسلیک وروسته لندن ته ولاړ شي او ورته سند له برتانیا سره هم لاسلیک کړي.

له ایټالیا، فرانسې او برتانیا سره د ستراتیژیکو همکاریو د سند له مخې دا درې هېوادونه ژمنه کوي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او افغان لوری ژمنه کوي چې د اداري فساد د له مینځه وړلو، سالمې حکومتدارۍ او په پرمختیايي برخو کې به خپلې هڅې پراخوي.
XS
SM
MD
LG