د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۴

بوزنيا کې تاوتريخوالي ورور د ورور په وړاندې جنګ ته ودراوه

په بوزنيا کې کورنۍ جګړې ګڼ کسان ووژل، د ازادۍ راډيو د بالکان سرويس خبريال له داسې کس سره خبرې کړي، چې کورنۍ يې پر دوو برخو وېشل شوې وه، ورور له ورور او پلار له زوى سره په جګړه اوښتى و.

زوران لاکيتا په دې پوهېږي که چېرې د ټوپک ډزې وکړي ښايي د مقابل لوري عسکر يې ورور يا هم پلار وي.

مخکې تر دې چې د موستار په ښکلي او منظم ښار کې د بوزنيا جګړه ختمه شي، لاکيتا او د هغه کورنۍ چې په خټه سربيان او ارتدکس عيسوۍ ده، د دغه ښار په ختيځ کې ارام ژوند درلود. خو د دوى ايډيال ژوند په ډراماتيک ډول څېره بدله کړه.

په ١٩٩٣م کال کې قومي تاوتريخوالي دغه ښار ووېشه، په لسګونو، يقينا چې زرګونو کورنۍ سره ووېشل شوې، وروڼه او خويندې د يو بل په وړاندې ودرېدل ميندې او پلرونه د اولادونو په وړاندې. لاکيتا وايي جګړې يې کورنى ژوند ويجاړ کړ، د کورنۍ غړي يې اړ کړاى شول چې په بېلابېلو پوځي ډلو کې شامل شي:

”کله چې دا هرڅه پيل شول زه ٢٥ کلن وم. زه ورته بدوي پاڅون وايم. نور خلک ورته هرڅه چې يې زړه وي، ويلاى شي: دفاعي جګړه، د خپلواکۍ جګړه يا هم يرغل يا بل څه. زه يې پروا نه کوم. زه ورته پاڅون وايم، ځکه په ٢٥ کلنۍ کې يې زما ژوند ودراوه او لورى يې وربدل کړ“

د موستار ښار په منځ او شا و خوا سيمو کې په جګړو کې تر ٥٠٠٠ زيات خلک ووژل شول او په لسګونو زره نور بېځايه شول. دغه ښار تر ډېره په قومي لحاظ د کروواتانو او بوزنيايانو ترمنځ ووېشل شو. کله چې په دغه ښار کې تاوتريخوالى پيل شو، د لاکيتا کورنۍ هم سره ووېشل شوه. ده له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل چې په بوزنيا کې تر جګړې مخکې ده قومي مسايلو ته ډېر پام نه کاوه.

دلته جګړو نه يوازې ورور د ورور په وړاندې ودراوه، بلکې دوست يې د دوست په وړاندې جګړې ته ودراوه.

که څه هم له وسلوالو جګړو دوې لسيزې تېرېږي خو په موستار ښار کې وضعيت لا هم هغسې نه دى، چې يو وخت و. د ښار بېلابېلې برخې د بېلابېلو قومونو له خوا اداره کېږي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG