د پاکستان په کراچۍ ښارکې ترڅو مياشتو کرارۍ وروسته نن بيا مرګ ژوبله شوې ده، نامالومو موټرسايکلو سپرو وسلوالو په دې ښار کې درې تنه شعيه قانونپوهان په ډزو وژلي او يو بل تن يې ټپي کړى دى.
قانونپوهانو د دې پېښې په خلاف سبا په ټول پاکستان کې محکمو ته له ورتګ بايکاټ او توره ورځ اعلان کړې ده.
د پاکستان په تر ټولو ستر صنعتي ښار کراچۍ کې تېر کال د هدفي وژنو په بېلابېلو پېښو کې په سلګونو تنه و وژل شول، خو له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دې ښار امنيتي وضعه د تېرو مياشتو په نسبت ارامه وه.
د چارشنبې په ورځ يو ځل بيا نامالومو وسلوالو په دې ښار کې پر درېوو مدافع وکيلانو ډزې وکړې او هغوى ته يې مرګ ژوبله ور واړوله.
پوليسو دا پېښه د هدفي وژنو د لړۍ يوه کړۍ بللې ده، وايي څلور تنه مدافع وکيلان د کراچۍ له يوې سيمه ييزې محکمې يا کچارۍ څخه په موټر کې را روان وو چي آرام باغ ته څېرمه پر پاکستان څلورلاره باندې په دوو موټرسايکلونو سپرو څلورو وسلوالو پرله پسې ډزې پرې وکړې، چي له امله يې دغه مدافع وکيلان سخت ټپي شول او روغتون ته تر وړلو وروسته درېوو ساه ورکړه او يو بل تر درملنې لاندې دى.
د کراچۍ د پوليسو يو مشر نعيم شيخ په دې اړه وايي:
"د دوې موټر درول شوى او بيا ډزې پرې شوې دي، درې مدافع وکيلان وژل شوي او يو ټپي دى، موږ به له ټپي وکيل څخه د مالوماتو پر اساسي پېښه وڅېړو، تر اوسه مو چي کوم مالومات تر لاسه کړي دي، وسلوال کسان له يوې فرقه ييزې ډلې سره تړاو لري"
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک چي پرون په کراچۍ کې وو، دا پېښه وغندله او ويې ويل ځينې ورانکاري په کراچۍ ښار کې تر څو مياشتنۍ کرارۍ وروسته يو ځل بيا غواړي چي د دې ښار امنيت خراب کړي:
"ځينې فرقه ييزې ډلې او ځينې د پاکستان دوښمنان يو ځل بيا هڅه کوي چي د کراچۍ امنيت خراب کړي او هڅه يې دا دى بريالۍ شوه، په دې اړه ما مخکې هم د کراچۍ د پوليسو مشر ته ويلي وو او په ځينو غونډو کې مو هم په دې اړه خبرې کړې وې چي کېداى شي دا ډول پېښې وشي"
د سيند حکومت ويانده شرمېلا فاروقي وايي د دغو مدافع وکيلانو د وژنې په اړه بايد ژر تر ژره جدي پلټنې وشي او قاتلين يې ونيول شي:
"يو هغه وخت وو چي د ورځې پينځلس- شل تنه وژل کېدل او څو مياشتې مخکې داسې وخت هم وو چي له نېکه مرغه هيڅ يوه ورځ به هم څوک ونه وژل شو، اوس چي دا مدافع وکيلان وژل شوي، بايد د دوى د وژنې ځانګړې پلټنې وشي چي څرګنده شي څوک په دې وژنو کې لاس لري"
د پاکستان د سترې محکمې د قانونپوهانو اتحاديې د دغو مدافع وکيلانو- چي درېواړه د يوې کورنۍ دي- وژنه د ترهګرۍ يوه پېښه بللې او نن قانونپوهانو او مدافع وکيلانو په ټول پاکستان کې محکمو ته له ورتګه بايکاټ او توره ورځ اعلان کړې ده. په کراچۍ کې د قانونپوهانو د اتحاديې مشر محمودالحسن حکومت د قانونپوهانو د هدفي وژنو په مخنيوي کې پاته راغلى دى:
"موږ له احتجاجونو هم ستړي شوو او د وسلوالو په خلاف د اقدام کولو په غوښتنو هم ستړي شوو، د چارواکيو غوږونه مو بند دي او هغوى هيڅ دې ته توجه نه کوي چي په کراچۍ کې امنيت ټينګ کړي"
وژل شوي مدافع وکيلان شعيه ګان وو، په پاکستان کې د شعيه مسلمانانو اتحاديې د دوى وژنه غندلې ده او نن يې د ماتم اعلان کړى دى.
د يادونې وړ ده چي دوې ورځې وړاندې هم د کراچۍ په لياري سيمه کې د يوې مذهبي سني ډلې سپاه صحابه دوه غړي هم نامالومو وسلوالو په ډزو وژلي وو چي په خلاف يې د دې ډلې سلګونه غړيو په کراچۍ ښار کې احتجاج هم کړى وو.
بارکوال مياخېل- کوټه