د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

کوبيش: له طالبانو سره د سولې د پروسې ملاتړ کوم


يان کوبيش
يان کوبيش
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوي خاص استازي یان کوبیش د چهارشنبې په ورځ وویل، له طالبانو سره د سولې د خبرو او پراخو مباحثو په اړه خوښ دی.

کوبیش وایي، افغانان له لس کلنې جګړې څخه ستړي دي او د هغو اقداماتو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې به بالاخره سوله او ثبات رامنځته کړي.

د ملګرو ملتونو خاص استازی وایي، دسولې په اړه د افغانستان سیاسي قوتونه خبرې کوي. ملی شوری ، مدنې ټولنې او ټول. نه یوازې جګپوړي کسان بلکې په ولایتونو کې هم خلک د سولې خبرې کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوی خاص استازی یوه اوونۍ وړاندې افغانستان ته تللی او له جمهور رئیس حامد کرزي او نور چارواکو سره یې کتلې دي.

ښاغلي کوبیش زیاته کړه، خلک غواړي پوه شي چې موږ څنګه د سولې د عملیې ملاتړ کولاى شو.

د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره په خبرو کې دخیل دي، افغان حکومت او نورو سیمه ييزو لوبغاړو هم د افغانستان د جګړې د سیاسي حل لپاره له طالبانو سره د سولې چینلونه پرانیستي دي.

د ملګرو ملتونو خاص استازی وایي، له خبرو څخه به هیڅ ګوند یا اړخ محروم نه شي.

ده په احتیاط سره وویل، افغانستان لا هم په خطرناک حالت کې دی. دا ښکاره او څرګنده ده چې د افغانستان امنیتي حالت نازک دی. د خواشینۍ ځاى دی چې په دې هېواد کې ځان وژونکې او تروریستي حملې د خلکو د عادي ژوند برخه ګرځېدلې ده.

ښاغلی کوبیش وایي، تر ټولو خواشینوونکي خو دا ده چې په ځان وژونکو حملو کې د کوچنیانو او ښځو په ګډون ملکیان په نښه کیږي.

ښاغلی کوبیش د سټیفان دي مستورا پر ځاى د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خاص استازي پر څوکۍ ټاکل شوی چې هغه د ۲۰۱۰ کال د مارچ له میاشتې څخه د ۲۰۱۱ مال د ډسمبر تر میاشتې پورې پر دې څوکي کار وکړ.

ښاغلی کوبیش د افغانستان له ماموریت مخکې، په ملګرو ملتونو کې د اروپایي کمیسیون رئیس و.

دی وایي، د امنیت او پراختیا تر منځ تړاو، پخلاینه، بشري حقونه، انتخابات او قانونې بدلونونه یې د کارونو لومړیتوب دی.
XS
SM
MD
LG