د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

بریټیش کونسل غواړي د افغان ځوانانو لپاره خپلې پروژې زیاتې کړي


په کابل کې د بریتانیا د کلتوري مرکز مشر"پاول سمېت"
په کابل کې د بریتانیا د کلتوري مرکز مشر"پاول سمېت"
په کابل کې د بریتانیی کلتوري اداره غواړي، چې د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د ستراتيژیک سند له لاسلیکیدو وروسته د ځوانانو د هڅولو پروګرامونه پراخه کړي.

په کابل کې د بریټیش کونسل مشر پاول سمیټ د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل؛ چې اوسمهال په افغانستان کې د ځوانانو لپاره بیلابیلې پروژې لري، چې یوه یې هم د ټولنیزو سیالیو په نامه ده.

د سمیټ په وینا د دغې پروژې اصلي هدف دا دی، چې ځوانان وهڅول شي، ترڅو خپل استعدادونه په کار واچوي او نه یوازې ځان بلکې نورو کسانو ته هم د کار کولو زمینه برابره کړي.

″بریټش کونسل ډیرې پروژې لري، موږ دلته د دې لپاره راغلي یو، چې د راتلونکي نسل د پرمختګ لپاره له هرې موقع ګټه پورته کړو او له دوی سره مرسته وکړو.

زموږ پروژې په ټولیزډول په څلورو برخو کې دي.

موږ د ښونې او روزنې پروګرامونه لرو، د تحصیلي برسونو پروګرام لرو، د کلتورد پراختیا پروګرام لرو او د افغان فلم جوړونکواو موزیک جوړونکو سره مرسته کوو.
د دې معنا داده چې بریټیش کونسل به کلونه کلونه دلته اوسي او ډیرې پروژې به پیل کړي.″

د ټولنیزو سیالیو پروژه په ۲۰۰۸ میلادي کال کې پيل شوه، چې د مسوولینو په خبره تراوسه زرګونه ځوانانو له دې لارې ځانته کارونه پیدا کړي.

د بریټش کونسل مسوولین بیا سپارښتنه کوي، چې ځوانان باید په حکومت تکیه ونه کړي بلکې د استعداد له مخې ځانته کار پیدا کړي.

په بریټش کانسل کې د ټولنیزو سیالیو مشر ښاغلي محبوب الرحمان عباسي وایي، چې دغه پروګرام ته یې اوس پراختیا ورکړې او د افغانستان د هرګوډ ځوانان چې په ټولنیزو چارویا سوداګرۍ کې مهارت ولري، په کې برخه اخیستی شي.

″په اول کې دا پروګرام خاصتاً د تخنیکي او مسلکي انسټیټیونو لپاره و، وروسته مو دې پروګرام ته وسعت ورکړ او څومره ځوانان چې له اتلسو تر پنځه درېشو پورې عمر لري او چې د افغانستان په هر ولایت کوي، هغوی کولای شي، چې په دې سیالۍ کې برخه واخلي او کولای شي خپل پرپوزل موږ ته راواستوي.

زموږ د دې پروژې مهمترین هدف د ځوانانو هڅول دي، چې هغوی ابتکارات وکړي او هغوی نوښتونه وکړي، دا ضرور نه دی، چې هغوی دېره بودیجه ولري.

دا هم ضرور نه دی، چې دولت تاسو ته یو دفتر جوړ کړي، یا تاسو ته کار پیدا کړي. یو ځوان ته زه غواړم ووایم، چې د ابتکار لپاره هڅه کړﺉ.″

ښاغلی عباسي وايي، دوی غواړي په دې پروژه کې زیاته برخه هغو میرمنو ته ورکړي، چې سرپرست نه لري، څو د کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.

په ټولنیزو برخو او سوداګرۍ کې مهارت لرونکي ځوانان کولای شي، د بریټش کونسل د ویب سایټ په مرسته په دغې سیالۍ کې ګډون وکړي او له بریالي کیدو وروسته ورسره مالي مرسته هم کیږي.

خو ګډون کوونکي باید د خپل مهارت په برخه کې له ځان سره څو نور ملګري هم ولري او د دوی لپاره تحصیلي درجه مهمه نه ده.

سید اکرام افضلي یو له هغو کسانو څخه دی، چې د چاپیریال ساتنې په برخه کې یې مهارت درلود او له دغې سیالۍ څخه بریالی را وتلی.

افضلي وایي، ده بریټش کانسل ته د چاپیریال ساتنې په برخه کې دا نظریه ورکړه، چې په ښارونو کې بایدله پلاستیکي کڅوړو کار وانخیستل شي.

نوموړی وایي، دغه نظریه د بریټش کونسل خوښه شوه او ده ته یې د پلي کیدو لپاره یوه اندازه پیسې هم ورکړې چې دامهال یې پنځوسو کورنیو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

″دغو پنځوسو کورنیو ته چې موږ د کار زمینه برابره کړې ده، دا هغه کورنۍ دي، چې سرپرستي یې د معیوبینو او یا هم د ښځو پر غاړه ده. دوی مو د هغوی په کور کې ورته د کار زمینه برابره کړې ده، هغه داسې چې ښځې او معیوبین په خپلو کورونو کې کاغذي پاکټونه جوړوي.

پیغام مې نورو ځوانانو ته دا دی، چې له داسې موقع نه پوره پوره استفاده وشي.″

د بریتانیا کونسل وایي، چې د افغانستان د نفوس زیاته برخه ځوانان جوړوي او په دغو ځوانانو کې ډیر داسې استعدادونه شته چې تراوسه پټ پاته دي.

دوی وایي، که چیرې ځوانانو ته دا موقع او وخت ورکول شي، چې خپلې وړتیاوې او مهارتونه عملي کړي، نو په افغاني ټولنه کې به یو مثبت بدلون راشي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG