د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

ولسي جرګه پنځم ځل هم ونه توانېده خپل دويم مرستيال وټاکي


د افغانستان په ولسي جرګې کې د دویمې مرستیالۍ څوکۍ ته پنځم ځل رایه ورکولو هم کومه نتیجه ورنه کړه.

د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغې چې په پنځم ځل انتخاباتو کې هم دې څوکۍ ته کاندیو کسانو غوڅ اکثریت ترلاسه نه کړ، د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهيمي وویل، چې د راتلونکې شنبې په ورځ به بیا انتخابات کیږي.

″محترمو وکیلانو متاسفانه، چې د احمد شاه رمضان او شاګل رضایي تر منځ د دوهم پړاو انتخاباتو کومه پایله نه درلوده او دوی دواړو پنځوس جمع یو رایې ونه ګټلې؛ نو دریم پړاو انتخاباتو ته ځو، اوس مجلس په همدې ځای پای ته رسوو، د شنبې په ورځ د دواړو محترمو کاندیدانو تر منځ انتخابات کوو.″

داسې ښکاریدله چې ځینې وکیلان د ولسي جرګې د دویمۍ مرستیالۍ څوکۍ ته له بیا بیا انتخاباتو ستړي شوي، ځکه خو ځینې ویل، دا څوکۍ دې خالې پاتې شي.

د ولسی جرګې یوې غړي فاطمه عزیز وویل، چې ولسي جرګه دې نور خپلو اصلي دندو ته مخه کړي:

″ښاغلی ريیس موږ خو د څو تنو دلاس بازیچه نه یو، موږ راځو رایه ورکوو دوی بیا پروسه مختلوي، سپینې او باطلې رایې اچوي، د پارلمان یو وکیل څنګه کولای شي، چې خپله رایه باطله کړي؟

دا څه ډول وجدان لري، ماشوم دی، نه پوهیږي، چې رایه یې باطلیږي، د خدای لپاره دا د ملت رایه ده، په خپل انحصار کې یې مه راولﺉ، خلکو تاسې خپل ريښتنې استازي بللي یﺉ او را لیږلې یې یﺉ، له دې دوه کسو څوک زیات دي، خو ټول همدا یو ډول یو، نو چاته رایه ورکوي؟

دا چې خپله دې مقام ته نه یې رسیدلي باطلې او سپینې رایې کاروي. نو بالاخره د دې پوست برخلیک به څه کیږي؟″

د چهارشنبی په ورځ د ولسي جرګې د دوهم مرستیال د ټاکلو لپاره دوه ځله انتخابات وشول، چې په لومړي ځل انتخاباتو کې احمد شاه رمضان، غلام فاروق مجروح، نفیسه عظیمي، صالح محمد سلجوقي او شاه ګل رضایي ولاړ وو.

له دې ډلې څخه احمد شاه رمضان نهه پنځوس او شاګل رضایي پنځه پنځوس رایې وګټلې چې د دوی تر منځ د دوهم ځل لپاره انتخابات وشول، خو یوه یې هم پنځوس جمع یو رایې ونه ګټلې.

د ولسي جرګې یو تن پخواني غړي کبیر رنجبر وايي، چې د دویم مرسیتال د ټاکلو لپاره د ولسي جرګې د پاتې راتلو اساسي علت په داخلي اصولو باندې د زیات شمېر وکیلانو نه پوهیدل او د دوی د حقوقي ظرفیتونو ټیټوالی دی.

″د دې ټولو عمده لامل دا دی، چې په جرګه کې حقوقي ظرفیت خورا ټیټ دی او یا هم اصلاً په کې نشته، نو دا ستونزه به هم په راتلونکي کې مخ ته راځي، ځکه چې د مقننه قوي ټول کار حقوقي دی.″

د دې ویره هم شته چې د شنبې په ورځ هم د دویمې مرسیتالۍ څوکۍ ته د ولسي جرګې انتخابات د تیر په شان بې نتیجې پاتې شي.

خو که چیرې یې خپل اداري پلاوی بشپړ کړي، نو وکیلان د جمهور رییس حامد کرزي ژمنې ته سترګې پر لار دي، چې ویلي یې وو، د کابینې پاتې غړي به د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته ور پیژني.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG