د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۳

فراهي: ټول رییسان د رقابتي پروسې له مخې ټاکل کیږی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال غلام نبي فراهي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال غلام نبي فراهي
د ولایتونود اطلاعاتو او فرهنګ د ریاستونو څوکیو ته د غوراوي رقابتي پروسه پیل شوې او لسګونو کسانو په دې اړه سیالیو کې برخه واخیسته.

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت هڅه پیل کړې، ترڅو د ټولو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو ته د اداري اصلاحاتو له لارې د ازادې ازموینې د پروسې په ترڅ کې رییسان وټاکي.

په همدې هدف د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو له کابو څلوراویا هغو کسانو څخه چې د نهو ویشتو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو ته یې ځانونه کاندید کړي وو په کابل کې آزموینه واخستل شوه.

په دې ازموینه کې د هرات او کونړ ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو ته دوو تنو کاندیدانو محمد احسان سروريان او عزیزالرحمان پیوستون ازادي راډیو ته وویل؛ چې د ازموینې پروسه ښه شفافه وه، خوغوښتنه یې وکړه، چې باید د ازموینې د پاڼو ارزیابي هم په پوره صداقت او شفافیت ترسره شي.

"۱- زه داسې ګمان کوم، چې دا لومړۍ ازموینه وه، چې له ډېرشفافیت څخه برخمنه وه، که وروستۍ ارزیابي هم د آزموینې پاڼو پراساس وي موږ یې منو او هېڅ ستونزه نلرو.

۲- د ازموینې پروسه چې وه، سل په سلو کې شفافه وه او زه په خپله ترې راضي یم، د نتایجو په اړه یې زه یوه غوښتنه لرم، چې اړیکې، خپلوي او داسې نور مسایل له پامه وغورځول شي او یوازې د پوهې او شایستګۍ مسالې ته پاملرنه وشي.

کوم کسان چې د رییسانو په توګه ټاکل کیږي، باید د واسطې او نورو امکاناتو له مخې ونه ټاکل شي."

دوی څرګنده کړه، چې د ځینو نورو دولتي څوکیود ترلاسه کولو لپاره هم تردې وړاندې د اداري اصلاحاتوله لارې په ورته توګه سیالۍ شوي؛ خو د دوی په خبره په ځینو مواردو کې داسې انتقادونه شته چې دا پروسه هم شفافه پرمخ نه ده تللې اود اصولو او ضوابطو پرځای اړیکو، بډې او خپلویو ته لومړیتوب ورکړل شوی.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال غلام نبي فراهي ازادي راډیو ته وویل، چې د ټولو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاستونو څوکۍ داوطلبۍ ته وړاندې شوې وې، چې پنځو ولایتونو ته لاهم څوک نه دي کاندید شوي او نورو ته یې یونیم سل کسانو نومونه لیکلي وو، چې له دې ډلې څخه څلور اویا تنه یې له شرایطو سره برابر وپیژندل شول او په سیالیو کې یې برخه واخیسته.

ښاغلي فراهي وویل، چې له دې کسانو څخه د ازموینې پروسه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، کابل پوهنتون، علومو اکاډمۍ، اداري اصلاحاتو او د بشري حقونو د ارګانونو له خوا څارل شوې ده او په دې برخه کې به هیڅ ډول درغلي او تقلب ونه شي:

"کوم معیارونه چې په دې پروسه کې په پام کې نیول شوي وو، که چیرې عملي شي چې زه ډاډه یم چې هرو مرو به عملی کیږي هم هیڅ ستونزه به نه وي.

کاري تجربه، پاکي، لوړې زده کړې او داسې نور په پام کې دي نه اړیکې.

دا شرایط کولای شي دوی په خپلو دندو باندې حاکم وګرځوي، دوی به لاهم ارتقا وکړي او خپلې دندې به سمې او منظمې ترسره کړي."

غلام نبي فراهي وویل، چې په ولایتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاستونو څوکیو ته لوړې زده کړې او کاري تجربه مهمه ده او په دې رقابتي پروسه کې دغو مسایلو ته ډیرپام کیږي.

دا مهال په ډېرو شمر ولایتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونه د سرپرستانو او هغو کسانو له خوا پرمخ وړل کیږي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا معرفي شوي او ویل کیږي، چې ترډیره دا کسان غیرمسلکي دي او نه شي کولای چې خپل مسوولیتونه سم ترسره کړي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG