د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

امریکا په افغانستان کې بهرني بندیان مربوطه هېوادو ته سپاري


د بارګرام په زندان کې شاوخوا پنځوس تنه بهرني بندیان دي، چې اکثره یې یمنیان دي.
د بارګرام په زندان کې شاوخوا پنځوس تنه بهرني بندیان دي، چې اکثره یې یمنیان دي.
امریکایي او د نورو هیوادونو چارواکي وایي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر واک لاندې زندانونو کې شاوخوا پنځوس تنه بهرني اتباع بندیان دي او دا کسان په افغانستان کې د جګړو په ډګرونو او یا هم نورو هیوادو کې نیول شوي او په دې زندانونو کې چې د ″سي. ای. اې″ له خوا اداره کیږي، ساتل شوي دي.

دا چې امریکايي چارواکي د باګرام زندان چارې افغان حکومت ته سپاري، دوی په دې باور دي، چې افغان حکومت نه غواړي د بهرنیو هیوادونو بندیان وساتي او یا يې محاکمه کړي.

امریکایي چارواکي وایي، د بندیانو له استولو مخکې باید دوی له مربوطو هیوادونو سره خبرې وکړي او ډاډ حاصل کړي، چې د استول شویو بندیانو څار به کوي او دغه راز به سیاسي ضمانت هم تر لاسه کوي، چې له بندیانو سره به په مربوطو هیوادونو کې ناوړه چال چلند نه کیږي.

امریکایي چارواکي وایي، په باګرام زندان کې د دېره بندیانو په اړه خبرې او مشورې پیل شوي، خو تر اوسه وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

یوه امریکایي چارواکي چې د نامه له ښودلو یې ډډه کړې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي، چې په زنذان کې د یو محدود شمېر بندیانو په اړه دا اندیښنه شته، چې تروریستې ګواښونه ممکن رامنځ ته کړي او د افغانستان له زندان څخه د ایستلو وروسته باید مربوط هیوادونه دا شمېر بندیان په بند کې وساتي.

د بهرنیو بندیانو زیات شمېر یې یمنیان دي او په یمن کې د روانو شخړو له وجې یې استول له ستونزو سره مخامخ شوی دی. د جمهور رییس اوباما ادارې هم له ګوانټانامو زندان څخه د یمنې بندیانو استول ځنډولی دی.

امریکایي او افغان چارواکي وایي، په باګرام زندان کې زیات شمېر پاکستانیان او شاوخوا ۲۴ تنه عربان بندیان دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، له دې زندان څخه د بهرنیو بندیانو د انتقال په سر کې به پاکستانی بندي یونس رحمت الله وایستل شي او دا ځکه چې د انګلستان یوې محکمې د نوموړي د خوشي کیدو غوښتنه کړې ده.

رحمت الله چې په افراطیت تورن دی، په ۲۰۰۴ کال کې د انګلستان د خاصو ځواکونو د هوایي قطعې له خوا په عراق کې نیول شوی و او امریکایانو ته حواله شوی و. سي. ای. اې د انګلستان له خبرولو پرته، نوموړي افغانستان ته رسولی و او له هغه وخت راهیسې بندي دی.

د ۲۹ کلن رحمت الله مدافع وکیل د انګلستان په محکمو کې استدلال کوي، چې امریکایي چارواکو، افغانستان ته د رحمت الله په استولو کې د امریکا او انګلستان د پوځونو ترمنځ د تفاهم له تړون او دغه راز د جینوا له کنوانسیون څخه سرغړونه کړې ده.

په باګرام زندان کې دا مهال شاوخوا ۲۶۰۰ بندیان موجود دي او دا شمېر په ۲۰۰۹ کال کې ۶۰۰ و.
XS
SM
MD
LG