د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۶

بلخ: یوې ۲۵ کلنې مور شبږګوني ماشومان وزېږول

د شپږګوني ماشومانو مور
د شپږګوني ماشومانو مور
په بلخ ولايت كې يوې ۲۵ كلنې مور د خپل لومړي ځل د اميدوارۍ په دوره كې شپږ ماشومان وزېږول.

د بلخ ولايت د ملكي روغتون ډاكټر عبدالروف فروغ ازادۍ راډيو ته وويل، چې دغه ماشومانو تېره ورځ د مزارشريف په ملكي روغتون كې سترګې وغړولې.

نوموړي زياته كړه، چې درې ماشومان يې هلكان او درې نور يې نجونې دي، د دوهلكانو او يونجلي وزن يې ۷ كيلو او د دونجونو وزن د هريوه يې له يو كيلو ګرام زيات دي او يوازې د يوهلك وزن څه د پاسه نيم كيكو ګرام دی.

ښاغلې فروغ د ماشومانو عمومي حالت ښه بولي:

د شپږ ماشومانو مور خپلو اولادونو ته خوشاله ده، خو بې وسي او ناداري يې ځوروي او له همدې وجې د روزلو او لويولو اندښنه ورسره ده:

ًد ماشومانو مور وايي، كله چې اميدواره شوه، د معايناتو پرمهال ډاكټر و رته وويل، چې د څلور ماشومانو مور شوې، نو څو ځله یې د ماشومانو د ضایع کولو هڅه وکړه:

″څو ځله مې د ماشومان د ضايع كېدو هڅه و كړه. له ديوال څخه مې ځان را وغورځو، درمل مې استعمال كړل، په درندو كارونو مې لاس پوره كړه، خو د وخت په تېرېدو هغه څه، چې خدای پاك راپه برخه كړي دي. هغه وشول او د شپږو ماشومانو مور شوم خو ښه يم، خو يوازنۍ اندښنه مې د بې وزلۍ له مخې د هغوی د لويولو ستونزه ده.

د شپږو ماشومانو پلار، نصرالله چې يو نيم كال مخكې يې واده كړى وايي، ډېرخوښ دی، چې يو ځل د شپږو ماشومانو پلار شوو:

″له دولت هيلمند يم، چې د ماشومانو په روزنه او لويولو كې راسره مرسته وكړي. د شپږو ماشومانو روزل راته ګران دي، ځكه په ورځني مزدوري سرګردان يم دومره پيدا كوم، چې د شپې وچه ډوډۍ پرې راونيسم.″

نوموړي زياته كړه، په تيرو څو مياشتو كې یې، چې څه پيدا كړي دي، په خپلې مېرمن یې لګولي، چې له كومۍ ستونزې سره مخ نه شي.

شپږ ماشومان چې درې یې هلکان او درې یې نجونې دي.
شپږ ماشومان چې درې یې هلکان او درې یې نجونې دي.
نوموړى، چې د بلخ ولسوالۍ د لرې پرتې سيمې پنچاه جريبه سيمې اوسېدونكى دى، په يوكرايي كور كې اوسيږي، په خپل هيڅ هم نه لري. نو د شپږو ماشومانو روزنه به څنګه وكولاي شي.

ډاكټر عبدالروف فروغ د ماشومانو روغتيايي حالت ښه بولي خو اندېښنه يې وښوده، چې د ځينو وزن كم دى. بايد تر پوره طبي څارنې لاندې ونيول شي.

ډاكټر فروغ وويل، چې د مورحالت يې په پوره توګه د ډاډ وړ دى او په ښه توګه تر طبي څارنې لاندې نيول شوې ده.

د بلخ د ملكي رغتون د نسايي ولادې څانګې ډاكټرې حميدې علمي وايي، چې د ساراګل او د هغې د ماشومانو د روغتيا ستر لامل دا دى، چې له زېږدون څخه وړاندې يې د ډاكترانو ټول هدايتونه پرځای كړي دي او له ځان سره يې احتياط كړی دی.

د هغې په وينا كه چېرې د حمل پر مهال مېرمن له دروندواوزياتو كارونو څخه لاس واخلي او ښه خوراك وكړي. نو د زېږدون پر مهال به له كومې ستونزې سره مخ نه شي.

ډاكترحميده وايي، ورورسته له پنځلس كلونو دا لومړى ځل دى، چې په دغه روغتون كې شپږ خويندې او وړونه په يو وار دنيا ته راځي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG