د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۹

پاکستاني چارواکو د افغانستان په اړه غونډه وکړه


د پاکستان د پوځ او ا ستخباراتي ادارو مشرانو د دغه هیواد له صدراعظم او بهرنیو چارو وزیرې سره په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه غونډه وکړه.

د پاکستان د ملکي او پوځي چارواکو تر منځ اړیکي خړپړ دي. خو د افغانستان په اړه په غونډه کې صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د بهرنیو چارو له وزیرې حنا رباني کر څخه وغوښتل چې افغانستان ته ولاړه شي او له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي رویټرز اژانس ته وویل، حنا رباني کر به د دې سفر په ترڅ کې دې ته هم لاره هواره کړي چې په راتلونکو څو اونیو کې د کابل، واشنګتن او اسلام اباد تر منځ درې اړخیزه غونډه جوړیږي.

د اسلام اباد او واشنګتن اړیکي هم خرابې دي او پاکستاني چارواکو تیره اونۍ د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازی مارک ګراسمن څخه وغوښتل چې پاکستان ته ورنه شي، ځکه چې حالات اوس ښه نه دي.

د لیندۍ په پنځمه چې کله د مهمندو په ایجنسۍ کې د ناټو الوتکو څلرویشت پاکستاني پوځیان ووژل د اسلام اباد او واشنګتن اړيکي خړپړ شول او پاکستان له خپلې خاورې د ناټو پر اکمالاتو لارې وتړلې. همداراز یې په بلوچستان کې شمسي پوځي اډه د امریکایي پوځیانو په مخ وتړله.

تر دې پیښې مخکې د مې په دوهمه چې کله د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په ایبټ اباد کې د پاکستاني پوځیانو مرکز ته نژدې امریکایي عسکرو وواژه هم د دواړو هیوادو روابط ساړه شول.

تر اوسه پورې دا نه ده څرګنده شوې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر به کله کابل ته ځي او د افغانستان له چارواکو سره به د روغې جوړې پر هڅو خبرې کوي.
XS
SM
MD
LG