د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۱

پاکستان کې يو ټلويزيون په بشري سرغړونو تورن شو


په پاکستان کې د ښځو د حقوقو لپاره کارکوونکيو سازمانونو د يوه شخصي ټلويزيون پر يوه خپرونه کلکې نيوکې کړې دي او هغه يې د بشري حقونو خلاف او د خلکو په شخصي ژوند کې مداخله کوونکې خپرونه بللې ده.

د پاکستان د برېښنايي رسنيو د څارنې ادارې هم دا خپرونه د بيان له ازادۍ سرغړونه بللې ده.

دا د پاکستان د يوې ټلويزوني خپرونې اعلان دى چي د پوځي عملياتو غوندې يې د (ننوتل منع، سهارنۍ محاصره پيل) په نامه د کراچۍ ښار په پارکونو کې د دوستۍ د جوړيو په خلاف عمليات ترسره کړل.

د سما په نامه د يوه پاکستاني شخصي ټلويزون د يوې کارکوونکې ماياخان په کوربه توب د خپرېدونکې سهارنۍ تفريحي خپرونې (مارننګ شو) دغې وروستۍ خپرونې د بشري حقونو فعالان را ويښ کړل او هغه يې د بشري حقونو خلاف او د خلکو په شخصي ژوند کې مداخله کوونکې خپرونه وبلله.

د سما ټلويزون په دې خپرونه کې- چي د تېرې سه شنبې په ورځ په ژوندۍ بڼه خپرېدله- ماياخان له پينځو شپږو نورو مېرمنو سره سهار وختي د کراچۍ ښار يوۀ پارک ته ورځي او هلته له بېلابېلو ناستو جوړيو څخه پرته له دې چي ځان د يوۀ ټلويزون کارکوونکې ور وپېژني، د ورسره ناست کس په اړه ځنې پوښتي چي دا ستا خاوند دى، ورور دي دى او که دي يار دى؟

په دې خپرونه کې ليدل کېږي چې ماياخان له خپلو ملګرو پينځو شپږو مېرمنو سره يو ځاى په پارک کې په جوړيو پسې ګرځي، منډې ورپسې وهي او له نجونو او مېرمنو سره په زور د مرکو کولو هڅه کوي:

"هغه دوه منډې وهي، هلى هلى راسئ، مهرباني وکړئ ودرېږئ، ستا نوم څه دى، ايا ستاسې مور و پلار په تاسې خبر دي چي تاسې دلته راغلې ياست، خپل مور و پلار مه تېرباسئ"

دغه مېرمنې په ډېر غيرمنظم ډول او پرته له دې چي په دې پارک کې له ناستو خلکو اجازه وغواړي، په ملنډو او خنداوو د هغوى خواته ورځي، پوښتنې ځنې کوي او داسې ښيي چي ګواکې دوى د کورنۍ له اجازې پرته د ښځو د وتلو او بېلارۍ مخه نيسي.

يوه جوړۍ په ځواب کې ورته وايي چي موږ نامزاد يو، هيله کوو تاسې کامره بنده کړئ، خو د خپروونې چلوونکې پرته له دې چي کامره بنده کړي، پټ په پټه د دوى ويډيو جوړوي.

د شخصي ټلويزون دغه شاوخوا لس کسيزه ډله وروسته په خندا خندا يو ځاى کښېني او لکه ښکار يې چي نيولى وي، په ټوکو او ملنډو له نورو مېرمنو سره تبصرې پرې کوي او د دغې جوړۍ د نامزادۍ خبره ردوي :

"يوه وايي که د دوى کوژده سره شوې وي نو ولې د يو بل کورونه ته نه ځي، بله وايي په ځينو خلکو کې تر واده مخکې کورونو ته د ورتګ دود نه شته، بله وايي چي مور و پلار يې اجازه نه ورکوي نو بايد سره ونه ويني"

د سما ټلويزون دغه د دوستۍ ضد ډله وروسته له هغه چي ټول پارک له جوړيو خالي کوي، له سپکاوي په ډک چلند سره وايي چي يو په بله پسې يې ټولې جوړۍ پسې واخيستلې.

په کراچۍ کې د ښځو د حقوقو لپاره کارکوونکي ارګان عورت فاونډېشن د سما ټلويزون دغه خپرونه په کلکه غندلې ده. د دې ارګان يوه مشره مهناز رحمان وايي د دې پروګرام په ليدو سره داسې احساسوي لکه دوى چي داسې مجرمين نيولي وي چي ګواکې ډېر لوى جرم يې کړى دى.

مهناز رحمان زياتوي چي د مارننګ شو سهارنۍ تفريحي خپرونې کارکوونکيو ته چا دا حق ورکړ چي دوى په پارک کې خلک محاصره کړي او د هغوى د شخصي ژوند په اړه پوښتنې ځنې وکړي، چي دوى د پلټنو او پرېکړې حق پخپل لاس کې اخيستى، نو بيا پوليس او محکمه د څه لپاره دي:

"دا خو هماغه د طالبانو غوندې کړۀ وړۀ شو چي د پوليسو غوندې به يې لښتې په لاس کې وې او په چادري کې نغښتې ښځې به يې په لښتو وهلې، يوې خواته دوى د ډيموکراسۍ او د بيان د ازادۍ غوښتنه کوي او له نورو سره دا ډول چلند کوي، د بشري حقونو سپکاوي کوي او د خلکو په شخصي مسايلو کې مداخله کوي"

مهناز رحمان وايي په دې خپرونه کې چادري د بدلمنۍ نخښه بلل شوې ده، وايي د پاکستان د رسنيو د سانسورولو اداره ولې دا ډول پروګرامونه نه سانسوروي. وايي په پاکستان کې له بشري حقونو سرغړونه عادي خبره ده او د دا ډول بشري ضد کارونو په خلاف خو څوک د ږغ پورته کولو جرئت هم نه شي کولاى.

د سما ټلويزون د دې تفريحي خپرونې په خلاف پر انټرنيټ يوه اعتراضيه آنلاين دوسيه هم درج شوې ده، چي د خپرونې دا کار يې په اسلام اباد کې د سرۀ جومات د زده کوونکيو له محاصرې سره سم بللى چي ځينې زده کوونکې پېغلې د مساج يا چاپي کولو پر يوۀ مرکز باندې په ډله ييزه توګه حمله کوي. په دوسيه کې ويل شوي چي دوى دا ډول اخلاقي پوليسګري نه شي زغملاى او دا هم په ګوته کوي چي دا ډول خپرونې د پاکستان د اساسي قانون له مخې خلکو ته له ورکړل شوي احترامه سرغړونه ده.

خو پر دې هر څه برسېره د مارننګ شو په نامه د سما ټلويزون د دې سهارنۍ تفريحي خپرونې پروډيوسر سهېل زيدي د خپلې دې جنجالي خپرونې کلک ملاتړ کوي او وايي چي دوى هيڅ يوه جوړۍ په زور مرکې ته نه ده مجبوره کړې. دۀ د ښځو د حقوقو د سازمان او عادي خلکو نيوکې رد کړې دي او وايي چي د کراچۍ په دغو پارکونو کې چي دغه جوړۍ څه ډول نامشروع کارونه کوي رسنۍ يې خلکو ته د ور ښکاره کولو زغم نه لري.

سره له دې چي په پاکستان کې رسنيو ته د بيان د ازادۍ حق ورکړل شوى دى، خو آيا يوه رسنۍ څومره خپلواکه ده چي د خلکو په شخصي ژوند او ازادۍ کې لاسوهنه وکړي، د پاکستان د برېښنايي رسنيو د څارنې يا پېمرا د ادارې مشر فخرالدين مغول په دې اړه وايي:

"د پلټنونکې خبريالۍ په څنګ کې دا ډول د چا په شخصي مسايلو کې د کار لرلو او خلکو ته د ذهني ټکان ورکولو اجازه په هيڅ ډول نه شته، موږ په دې اړه يوه غونډه هم رابللې وه، موږ به ټولو ټلويزوني چينلونو ته يوه خبرتيا هم ورکوو چي د بيان له ازادۍ منفي استفاده ونه کړي، پخوا خو به يې پر ځينو جنايي مسايلو رپوټونه او پروګرامونه د پوليسو تر نظارت لاندې خپرول، مګر اوس يې بېخي سپکاوي ته ملا تړلې ده، اوس يې له ځانه پخپله پوليس هم جوړ کړي دي، پخپله پلټنې هم کوي او د رسنيو محکمه يې جوړه کړې ده، دا ټول په غيراخلاقي کړنو کې راځي چي زموږ هيڅ يو قانون يې اجازه نه ورکوي"

د يادونې وړ ده چي د سما ټلويزون تر دې خپرونې وروسته ګڼ شمېر خلکو د دې خپرونې له پروډيوسر او کوربنې ماياخان څخه غوښتي چي بخښنه دي وغواړي او د ټلويزون له ادارې څخه يې د دې خپرونې د ژر تر ژره تړلو غوښتنه کړې ده.

بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG