د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۶

اروپايي اتحاديه نور له ايرانه اومه تېل او پټرول نه واردوي


د بروکسل په پرونۍ غونډه کې د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيرانو موافقه وکړه، چې له ايران څخه د اومو تېلو او پيترولو ورادت بند کړي.

دا اقدامات پر ايران د هغو بنديزونو يوه برخه ده، چې د دغه هېواد د اتومي پروګرامونو په خاطر لګول کېږي.

اروپايي اتحاديه وايي، چې ايران د اتومي وسلې د جوړولو هڅې کوي خو ايران دا خبره ردوي، وايي چې اتومي تاسيسات يې د انرژۍ د توليد لپاره دي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزيروليم هېګ پر ايران بنديزونو ته په اشارې وويل، دا اقدامات پر ايران د بې سارو هلوځلو يوه برخه ده:

«فکر کوم چې دا اقدامات په دې مسله کې د اروپايي اتحاديې او نړېوالې ټولنې د ارادې ښکارندوي دي.

بيخي په ځای ده چې له ايران سره دا ډول عمل وشي ځکه چې دې هېواد پر له پسې د ملګروملتو د امنيت شورا د پرېکړه ليکونو سرغړونه کړې او پر خپل اتومي پروګرام باندې په خبرو کې برخه اخيستل يې رد کړي دي.»

د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پاليسۍ مشرې کاترين اشتن پرون وويل، دا بنديزونه د دې لپاره لګول شوي چې ايران خبرو ته تشويق شي.

د امريکا متحدو ايالتونو او اسراييلو د اروپايي اتحاديې د پرېکړې هرکلۍ کړی او هغه يې د ايران په وړاندې يو قوي اقدام بللي دي.

د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزيرې هيليري کلنټن او د دغه هيواد د ماليې وزير تيموټي ګايټنر په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي چې په بروکسل کې د اروپايي اتحاديې نوي اقدام، چې مخکې امريکا هم دې ته ورته ګام اخيستي و، پر ايران فشار زياتوي.

د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيرانو د ايران د سرو زرو، قيمتي ډبرو او الماسو پر وارداتو هم بنديز لګولي او د درو تنو شتمنۍ يې په تېره بيا د ترانسپورت په برخه کې کنګل کړي دي.

دوي همداراز د ايران پر مرکزي بانک د يولړ محدوديتونو په اړه موافقې ته رسېدلي خو په پرېکړه ليک کې يې ويل شوي چې د ايران له مرکزي بانک سره تر سختو شرايطو لاندې معامله کېداي شي.
XS
SM
MD
LG