ولسمشر کرزی وايي د ګلبدین حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب له یوه هیئت سره یې کتلي دي او هیله من دی چې دا لیدنې به دوام وکړي. نوموړي په دې اړه د شنبې په ورځ د ملي شورا د دواړو جرګو استازو ته په وینا کې وویل :
“په دې وروستیو کې موږ د محترم ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب له یوه هیئت سره خبرې اترې وکړې. په دې خبرو اترو کې د دواړو لوریو نظرونه د صمیميت او او ورورۍ په فضا کې څرګند شول . هیله من یو چې دا خبرې اترې به دوام وکړي او د سولې د تامین په برخه کې به ترې ګټور نتایج تر لاسه شي”
تر دې مخکې د ولسمشر کرزي د ویندوی دفتر ویلي وو چې ولسمشر په کابل کې د اسلامي حزب له هیئت سره کتلي، خو دا لومړى ځل دی چې خپله ولسمشر کرزی په دې اړه څرګندونې کوي.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور یو مهم مخالف وسلوال لوری دی او په تیرو څو کلونو کې یې په وار وار په افغانستان کې پر نړیوالو ځواکو وسلوالې حملې کړې دي .
ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ د افغانستان د ملي شورا دواړو جرګو ته په وینا کې وویل، هیلمن دی، ټول هغه افغانان به چې د خپل هېواد له حکومت سره مخالفت لري د سولې له بهیر سره یوځای شي .
ولسمشر کرزي په خپله وینا کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي نمایندګۍ له پرانیستلو سره هم موافقه وښوده خو ویې ویل افغانستان دا غوره ګڼله چې دا دفتر دې په افغانستان، ترکیه او یا هم سعودي عربستان کې جوړ شي .
نوموړي یو وار بیا ټینګار وکړ چې یوازې افغانان د سولې د خبرو اترو د مخکې وړلو مسولیت لري او هیڅ هېواد یا سازمان دا حق له افغانانو څخه نه شي اخیستلی .
ولسمشر کرزی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تر دې دمخه د افغانستان حکومت ویلي وو تر اوسه دوی د امریکا او طالبانو ترمنځ روانو خبرو کې برخه نه لري .
د افغانستان د حکومت اندېښنه دا ده چې د طالبانو سره د سولې په خبرو کې څنډې ته پاتې شوي او د دې خبرو مشرۍ د امریکا متحده ایالات کوي. خو واشنګټن په تکرار ویلي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د یو بهیر ملاتړ کوي .
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړى استازی مارک ګروسمن چې همدا اوس په کابل کې دې په یو بیان کې یې د افغانانو په مشرۍ د سولې او پخلاینې له بهیر څخه ملاتړ څرګند کړى دی .
څارونکي فکر کوي چې ګروسمن به هڅه وکړي څو په دې برخه کې د افغان حکومت اندېښنې ليرې کړي .
ګروسمن ویلي په دې برخه کې به راتلونکې پرېکړې له ولسمشر کرزي سره تر لیدنې وروسته کوي ځکه دى غواړي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر په اړه د ولسمشر کرزي مشورې واوري .