د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

د ماشومانو په وړاندې د زورزیاتي ۹ زره پېښې ثبت شوي


د افغانستان د کار اوټولنیزو چارو وزارت وایي چې د تیرو کلونو په پرتله سږکال په هیواد کې د ماشومانو په وړاندې دتاوتریخوالي کچه راکمه شوې ده.

د افغانستان د کار اوټولنیزو چارو وزارت وایي، چې د تیرو پنځو کلونو راهیسې یې د ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې نهه زره پیښې ثبت کړې دي.

د دغه وزارت مرستیال واصل نور مهمند د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دغه تاوتریخوالي په دولسو برخو کې ثبت شوي.

ده زیاته کړه، چې د تاوتریخوالي په دې پیښو کې ډیره برخه یې له ماشومانو سره جنسي تیری، مخکې له وخته ودونه، له والدینو څخه محروم او متخلف ماشومان جوړوي.

″د تیرو کلونو په پرتله سږکال په افغانستان کې د ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالی کم شوی، موږ چې تاسې ته د ۹۲۷۲ پیښو ارقام درکړل ممکن تاسې فکر وکړﺉ، چې تاوتریخوالی زیات شوی، خو نه داسې نه ده.

په تیرو کلونو کې خلکو په دې اړه پوهاوی نه درلود، د ماشومانو د ساتنې شبکې نه وې جوړې شوې اوخلک په دې اړه نه پوهیدل.″

د ماشومانو د ساتنې شبکې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې جوړې شوې چې اوسمهال د هیواد اته ویشتو ولایتونو او شپږپنځوس ولسوالیو ته غځیدلي.

د مسوولینو په خبره دغه شبکې له دوه نیم ملیونو څخه زیات ماشومان ترپوښښ لاندې لري او دنده یې په هیواد کې د ماشومانو په وړاندې د ستونزو څیړل او ورته حل لاره موندل دي.

واصل نورمهمند په ورته وخت کې ازادي راډیو ته وویل، چې دوی هڅه کوي د ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی وکړي او په دې اړه ځینې پروګرامونه هم په پام کې لري.

″د ماشومانو د ساتنې د شبکو مهمه دنده دا ده، چې سیمینارونه جوړ کړي، بل د ماشومانو د حقوقو هغه کنوانسیون باید تطبیق شي، چې افغانستان امضا کړی دی، د پوهاوي لپاره یې ضرور ده، چې په هرولایت او ولسوالۍ کې ورکشاپونه جوړ شي.

موږ دا غونډه د دې لپاره جوړه کړه، چې خپلې خالیګاوې وپيژنو او د راتلونکو پنځوکلونو لپاره خپل پلان تکمیل کړو.

موږ به کوشش وکړو، چې په ټول افغانستان کې دغه شبکې جوړې کړو او ماشومان له تاوتریخوالي خلاص کړو.″

جنسی تیری، درانه کارونه، له وخت څخه مخکې واده کول، اختطاف، له والدینو څخه محرومیدل، غیرقانوني کاروته هڅونه، په نشه یي موادو روږدي کیدل او ځیني نور تاوتریخوالي هغه څه دي، چې افغان ماشومان ورسره مخ دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، هڅه کوي، د سړک د سرماشومانو ته جوړه شوې ستراتيژي هم پلې کړي خو په ورته وخت کې وایي، چې دوی د ماشومانو د ستونزو لپاره ځانګړې بودیجه نه لري.

راپور:اسدالله لودين
XS
SM
MD
LG