د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

"د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي عاملينو ته تر اعدام پورې سزا اورول شوې"


که څه هم د افغانستان په قوانینو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریوالي لپاره سخت مجازات په پام کې نیول شوي، خو لا هم د تاوتریخوالي ناوړه پیښې مخته راځي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو وروستۍ پېښه په بغلان کې د یوې ځوانې ناوې په وړاندې ولیدل شوه، چې د خپل خسر په کور کې په ناوړه توګه شکنجه شوې وه.

که څه هم د دې تاوتریخوالي علت او دا، چې مرتکبین به یې له څه ډول برخلیک سره مخامخ شي معلومه نه ده، خو د هیواد د عدلیې وزارت وایي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مرتکبینو لپاره له دری میاشتو تر اعدام پورې هم سزا په پام کې نیول شوې.

د دې وزارت د جزایې قوانینو د ډیپارټمنټ رییس اشرف خان عظیمي ازادي راډیو ته وویل، چې دا سزا ګانې د جرم له بڼې سره تړاو لري.

″په دغه قانون کې ډېرې جزاګانې پېشبیني شوي دي، خو د محکمې له خوا کومه جزا چې مرتکبینو ته ټاکل کیږي، یو یې حبس قصیر دی، چې له دریو میاشو څخه کم نه دی او په دغه قانون کې حد اکثر مجازات اعدام دی.

اعدام په هغه حالت کې کیږي، چې مجنیع علیه مړ شي.″

خو کله، چې په قانون کې ستونزه نشته او هر حالت ته وړاندوینه په کې شوې، نو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د دوام علت څه کېدای شي.″

ملګرو ملتونو اوس اوس په خپل یو راپور کې دا اندیښنه څرګنده کړې، چې دا قانون پلې کېږي نه او همدا کار د دې سبب شوی، چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی دوام وکړي.

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون شاوخوا دوه کاله مخکې تصویب او توشیح شوی، چې په کې د نارینه وو پر وړاندې د دویم واده کولو په اړه هم ځینې محدودیتونه وضع شوي.

د عدلیې وزارت وایي، چې د دې محدودیت له مخې یو کس باید خپل دویم واده په محکمه کې ثبت کړي او که داسې ونه کړي، نو درې میاشتې قید پرې راختلای شي.

د ښاغلي عظیمي په وینا په دې قانون کې ځکه پر نارینه وو محدودیت وضع شوي، چې په هیواد کې اکثره خلک د اسلامي اصولو سره سم د خپلو میرمنو ترمنځ عدالت نه شي ټینګولی.

خو د کابل د پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي استاد ډاکټر محمد ایاز نیازی وایي د اسلامي اصولو له مخې یو نارینه د خپلې لومړنۍ ښځې د مخالفت سره سره دوهم واده کولای شي، خو په هغه صورت کې چې حقوق یې تر پښو لاندې نه کړي.

″خو مشکلات دا دي، چې پر ولسمشر چې زما ډېر خصوصي ملګر دی او له هغه سره مې مینه ده، پر هغه ډېر فشار دی. فکر کوم چې ډېر نهادونه دي او ډېر داسې موسسات دي، چې له دې نه مخکې چې زموږ د ټولنې هغه اصلي واقعات او تشخیصات وپېژني له تشخص نه مخکې دوی خپل نظر ورکوي.

دغه خارجي نهادونه یو افغانه ښځه پر غربي ښځې قیاص کوي او دا غلطه خبره ده.″

د ښاغلي نیازي په وینا د قوانینو تصویب موجوده ستونزې نه شي هوارولی، بلکې د ده په وینا په کار ده، چې لومړی په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی عوامل او اصلي ريښې وڅیړلې شي او وروسته یې د له منځه وړلو لپاره ټول یو لاس عمل وکړي.

د بشر د حقوقو ځینو ادارو بیا په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې موجود تاوتریخوالي ته په اشارې دغه هېواد د ښځو لپاره تر ټولو ناوړه ځای بللی دی.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG