د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

کرزی: افغانستان د پردیو د سیاسي ازموينې ځای نه دی


ولسمشر حامد کرزي د ملي شورا د شپاړلسمې دورې د دوهم تقنیني کال د پیل په غونډه کې د یو با ثباته، یو موټی او پرمختللي افغانستان د جوړیدو په هیله، یو تر بله پر رښتینو همکارېو ټینګار وکړ.

د افغانستان د ملي شورا دوهم تقنیني کال د شنبې په ورځ پیل شو.

په دی مناسبت په ملي شورا کي ځانګړي مراسم ترتیب شوي چې د ملي شورا پر دواړو جرګو سربیره، د کابیني غړو او ګڼ شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو په کې ګډون کړی و، ولسمشر کرزي په خپلې وینا کې وویل:


«زما تمه دا ده چې د قانون له مخې د مسئولیتونو او صلاحیتونو په پام کې نیولو سره د هېواد د پرمختګ لپاره یو له بل سره همکار اوسو، د ملي شورا دوهم تقنیني کال په همدې هیله پیلوو.»

کرزي زیاته کړه، د دولت د کړن لارې اساسي کرښې له اوږده غور او کتنې وروسته بشپړې شوې او په لږه موده کې به ولسي جرګې ته وسپارل شي.

د ولسي جرګې ريیس عبدالروف ابراهیمي هیله وښوده چې جرګه به د قوانینو د تصویبولو او د سولې او ثبات د ټینګښت په لاره کې له پخوا څخه زیاته هڅه او همکاري وکړي، ابراهیمي وویل:

«هیله مند یم، د افغانستان د ملي شورا دوهم تقنیني کال داسې کال وي چې د دولت له ټولو ارګانونو سره د ګډه همکاري له لارې، خلکو او هېواد ته د پام وړ خدمتونه ترسره کړو».


د افغانستان د ملي شورا دوهم تقنیني کال په داسې حال کې پیلییږي چې په دی وروستیو کې د حکومت ځیني سیاسي ډلې او افراد او اشخاص په هېواد کې د فدرالي نظام او په حکومت کې د پارلماني سیستم د رامنځته کیدو خبرې کوي.

ولسمشر کرزی دې موضوع ته هم اشاره وکړه او ویي ویل، چې هېواد یي په اوسنیو کې شرایطو کې په هیڅ صورت فدرالي او پارلماني نظامونو ته تیارنه دی:

«په ډیر صراحت او غوڅه توګه وایو چې، موږ به هڅکله اجازه ورنکړو چې په هېواد کې د یو بل سیاسي ازمیښت خطرناک خوب په واقعیت بدل شي.

د افغانستان اسلامي جمهوري نظام د خلکو په خوښه، غوښتنه او اراده جوړ شوی او موږ به په کلکه د هغه ساتنه کوو.»

د ولسي جرګې تیر کال ‍‍تر ډیر ځایه له دولت سره په ځینو مواردو کې په اختلاف کې تیر شو.

ولسي جرګې تیرکال ډیر تاکید وکړ چی دولت دی ورته د اوو سرپرستو وزیرانو، لوی څارنوال او دستری محکمی دريیس پرخای نوی اشخاص ور وپیژنی، خو د حکومت لخوا دکال ترپای پوری دا اجراات و نشول.

خو ولسمشر کرزی دا ځل وویل چی، دکابینی پاتی غړی به په لږه موده کی ولسی جرګی ته معرفی کړی.

خان محمدسیند، کابل
XS
SM
MD
LG