د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

"له نړېوالې ټولنې سره د اردو د تشکېلاتو په اړه رسمي خبرې نه دي شوي"


د افغانستان د دفاع وزارت وایي، که نړېواله ټولنه د پخوانی پریکړې پر خلاف دا تصمیم ولري چې د افغان ځواکونو په تشکېلاتو کې دې کموالی راشي افغان امنیتي ځواکونه به پدې هکله خپل نظریات او دلالیل وړاندې کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت د اپراسیون ريیس وایي، په دې هکله تر اوسه د هېواد له امنیتي ارګانونو سره خبرې نه دي شوي.

د دفاع وزارت د اپراسیون رییس جنرال افضل امان د جمعې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل، دا چې د ناټو سرمنشي ویلي چې د افغانستان د اردو په تشکېلاتو کې به کموالی راشي، دا د هغه فردي نظر دی:

« ښایي، د هغوي د مفکورې ترحده یو نظر ولري، خو دا نظر او فکر تر اوسه د دفاع وزارت او له نورو امنیتي ارګانونو سره شریک شوی نه دی، که د افغان اردو د پراختیا لپاره هغوي کوم نظر لري، موږ هم نظریات او دلالیل لرو چې په موقع به یي وړاندې کړو.»

جنرال امان وویل، اوس مهال د ملي اردو تشکېلات په عادي ډول د پراخیدو په حال دي او د عسکرو شمېر یي څه باندې یولکو اتیاو زرو ته رسیدلی دی.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې دا شمېر به د افغان حکومت او نړېوالې ټولنې د پخوانی پریکړې له مخې، د اکتوبر تر میاشتې پورې، یولکو نوي زرو ته پورته شي.

د ناټو سرمنشي اندراس فوګ راسموسن په دی وروستیو کې ویلي، چې افغانستان به په راتلونکې کې یو کوچنی اردو ولري ځکه دا هېواد دومره مالي امکانات نه لري چې د یو لوی اردو لګښتونه دې، ورکړای شي او له بلې خوا مرستندویه هېوادونه به هم ونه توانیږي چې تر اوږدې مودې پورې د دې اردو لګښتونه ورکړي.

د امنیتي چارو پوهان په هېواد کې د بشپړ امنیت لپاره د یو پراخ او منظم اردو په لرلو تاکېد کوي.

په دې هکله جنرال عتیق اله امرخیل ازادۍ رادیو ته وویل، که نړېوال ځواکونه له افغانستانه ووځي او نړېواله ټولنه ورسره مرستې کمې کړي
په هېواد کې به کورني جنګونه یو ځل بیا تاوده شي:
«که د افغانستان اردو د نړېوالې ټولنې په مرسته تمویل نه شي، دا هېواد به له ستونزو سره مخ شي ځکه افغان حکومت دومره بودیجه نه لري چې د دې اردو لګښتونه دې ورکړای شي.»

د ناټو چارواکو ویلي یو وخت په پام کې وه، چې تر دوه زره څوارلسم میلادي کال پورې به د افغانستان د ځواکونو شمېر درې لکو او دوه پنځوس زرو تنو ته ورسیږي، خو اوس وایي چې کېدای شي دا شمېر دوه لکو پنځوس زرو ته راټیټ شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې ده تر دوه زره څوارلسم میلادي کاله پورې د هېواد امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونه ولیږدول شي.

افغان حکومت په دې وروستیو کې دفاع وزارت ته سپارښتنه کړې چې د ملي عوایدو له لارې دې د اردو د لګښتونو د پوره کېدو لپاره طرحې وړاندې کړي.

کارپوهان وایي، افغان حکومت نه شي کولای چې د نړېوالې ټولنې له مرستو پرته دې د اردو لګښتونه پوره کړي.

خان محمدسیند، کابل
XS
SM
MD
LG