د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې په داسې حال کې د سیمې په سفر راوځي، چې افغان حکومت د قطر د خبرو په اړه له امریکا نه د یو واضح پیغام اوریدل غواړي.
ټاکل شوې، چې مارک ګراسمن ډیر ژر سیمې او افغانستان ته خپل سفر پیل کړي، چې د امریکایي چارواکو په وینا تر ډیره یي هدف د سولې د بهیر په اړه سلا مشوره ده.
د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي له ازادۍ راډیو سره په خپلو خبرو کې وویل، چې د سولې د بهیر په اړه د افغان حکومت دریځ روښانه دې، خو دوي غواړي، چې په دې اړه د امریکا په دریځ ځان پوه کړي:
"دا چې موږ به ده ته څه پیغام لرو دا په دې اړه لري چې دی ولسمشر کرزي ته څه پیغام لري ددې وروستیو انکشافاتو په تړاو سره چې دا موضع موږ ته ډیره مهمه ده،
زموږ د دولت دریځ روښانه دی چې له وسلوالو سره خبرې غواړو خو باید د افغانانو له خوا ترسره شي."
ګراسمن دا سفر په داسې حال کې پیلوي، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې ځینو پر مختګونو ته اشاره کیږي، چې طالبانو د یو سیاسي دفتر پرانیستل هم په کې شامل دي.
افغان حکومت په قطر کې طالبانو ته د سیاسي دفتر له پرانیستلو سره موافقه کړې، خو د دې بهیر د ملاتړ لپاره یې د خبرو د افغاني کولو شرط وړاندې کړې.
ټاکل شوې وه، چې د امریکا ځانګړې استازې سیمې ته خپل سفر له پاکستانه پیل کړي، خو د دغه هېواد مشرانو د ګراسمن له سفر سره مخالفت څرګند کړ.
له دې سره سره ځینې کتونکي دا باور څرګندوي، چې سیمې ته د ښاغلي ګراسمن سفر د شتو ستونزو د هواري لپاره یوه ښه مقدمه کیدای شي.
د کابل پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر صافي وایي، چې امریکا غواړي، چې په نهایت کې د قطر د خبرو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نظر یووالې رامنځ ته کړي:
"دا تشویش باید رفع کړي چې افغانان باید د سولې د خبرو رهبري په غاړه واخلي او همدارنګه د پاکستان د مخصوصې وضعې مطالعه کول او په اخري مرحله کې د افغانستان او د پاکستان دواړو موقفونه یو کول د قطر د مذاکراتو باره کې عمده هدف به وي."
که څه هم امریکا او لویدیځ هېوادونه په دې ټینګار کوي، چې د سولې خبرې باید د افغان حکومت په مشرۍ مخته یوړلې شي، خو افغان حکومت بیا دا ګیله لري، چې تر اوسه پورې په خبرو کې نه دې ښکیل کړای شوې.
د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي وویل، چې د ځینو سرچینو له خوا ورته دا ډاډ ورکړل شوې، چې دا بهیر به افغان حکومت ته سپارلې کیږي، خو ځینې نور کتونکی بیا وایې، تر هغو، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ رامنځ ته نشي، نو د دې امکان ډیر لږ دې، چې افغان حکومت دې په دې خبرو کې ښکیل کړای شي.
د سیاسي چارو یو بل کتونکي جاوید کوهستاني وایي، چې د ده د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې په دې خبرو کې کوم پرمختګ نه لیدلې کیږي:
"ټول د دې خبرې ملاتړ کوي، چې د خبرو بهیر باید د افغانانو له خوا پرمخ بوتلای شي، خو تر اوسه پورې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په روانو خبرو کې او ان د بندیانو د تبادلې په برخه کې کوم پرمختګ نه دې شوې. اوس لا په شرایطو خبرې روانې دي."
که څه هم په قطر کې روانو هڅو ته ټول خوشبیني څرګندوي، خو ورسره دا خبردارې هم ورکوي، که چیرې پدې خبرو کې افغان لورې شامل نه کړای شو، نو د یو بل کړکیچ اسباب به برابر کړي.
له بل لوري په افغانستان کې دننه د حکومت ځینې سیاسي مخالفې کړۍ بیا وایي، چې دوي له طالبانو د جنګ د یو اړخ په توګه پاتې شوي او پکار ده، چې د دوي نظر هم وپوښتلې شي.
دا، چې امریکا په دې برخه کې څه کول غواړي دا به له افغان مشرانو سره د ګراسمن له راتلونکې لیدنې څرګند شي.