د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ ابتدایي خبرې یوه نتیجه ورکړي دا شورا چمتو ده، چې له طالبانو سره د تفاهم بهیر پیل کړی.
د ا په داسې حال کې ده، چې پاکستان دې هېواد ته د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازی مارک ګروسمن د سفر مخنیوی کړی دی.
د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ په وروستیو کې په قطر کې د خبرو او د طالبانو لپاره د یوه سیاسي دفتر د پرانستلو مساله په ډاګه شوه. طالبانو هم اعلان وکړ، چې غواړي په قطر کې د ځان لپاره دفتر پرانیزي.
د افغانستان حکومت که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ په ابتدایي خبرو کې برخه نه لري، خو ویلي یې دي، چې د سولې د دغو خبرو او په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو سره ځکه موافق دی، چې په دی سره به د طالبانو ادرس مشخص شي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا یوه مسول قاضي محمد امین وقاد هم وویل چې د اشورا چمتو ده، چې کله د امریکا او طالبانو ترمنځ ابتدایي خبرې یوې نتیجې ته ورسیږي له طالبانو سره د تفاهم بهیرته داخله شي.
د سولې د بریالیتوب لپاره همکاري:
د سولې د عالي شورا غړی او د عامه پوهاي او تبلیغاتو د کمیټې مشر قاضي محمد امین وقاد له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، چې پاکستان په افغانستان کې د سولې د بهیر یوه برخه ده او د دې بهیر د بریالیتوب لپاره د دې هېواد همکاري ډيره مهمه ده.
د سولې د بهیر د ګړندي کېدو لپاره د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی مارک ګروسمن روانه اونۍ افغانستان او د دې هېواد د سولې د پروسې مهمو ګډونوالو هېوادونو ته په سفر وتلی. خو پاکستان ویلي، چې ګروسمن دې اسلام اباد ته نه راځي.
یو پاکستاني لوړرتبه چارواکی وایي، پاکستان ته د ګروسمن د سفر د مخنیوي علت د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ د کړکیچ زیاتوالی ښودلی دی.
د غه چارواکی د خپل نوم د نه افشا کیدو په شرط رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې ښاغلي ګروسمن له پاکستان څخه غوښتنه کړې وه، چې غواړي دې هېواد ته راشي، خو موږ ورته وویل، چې په اوس وخت کې دغه سفر امکان نه لري.
دغه چارواکي په دې اړه زیات جزیات ورنکړل، خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزرت پخوانی معین ډاکتر همایون خان له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې پاکستاني چارواکو دې هېواد ته د ښاغلي ګروسمن د تګ مخنیوی ځکه کړی، چې د پاکستان پر پوځي پوستو د امریکا د حملې له کبله چې ۲۴ پوځیان ووژل شول او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم کړکیچنې شوې د دې هېواد د پارلمان یوې کمیټی ته دنده سپارل شوې، چې له امریکا سره د تروریزم پر وړاندې جګړه کې همکاري له سره وڅیړي.
په واشنګټن کې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو هم تایید کړه، چې اسلام اباد له واشنګټنه غوښتنه کړې، چې ګروسمن دې له پاکستاني چارواکو سره د خبرو او له طالبانو سره د سولې د امکاناتو د څیړلو په هدف دې هیواد ته نه راځي.
پاکستان ته د ګروسمن سفر:
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر وویل، موږته ویل شوي، چې د پاکستان حکومت داسې احساس کوي، چې دغه سفر به دې ترهغو وځنډیږي ترڅو چې د پارلماني کمیټې د څیړنو نتیجه معلومه شي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی مارک ګروسمن افغانستان او د سیمې هېوادونو ته چې د امریکا ملاتړی دی روانه اونۍ په دې خاطر سفر کړی، چې امریکا غواړي، له خپلو دغو متحدینو سره له وسله الو طالبانو د سولې د خبرو په اړه سلا و مشورې وکړي.
ټاکل شوې ده، چې ګروسمن به په دې سفر کې چې څه باندې یوه اونۍ دوام کوي، پر کابل سربیره، قطر، ترکیې، سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو ته هم لاړشي.

اسلام اباد له واشنګټنه غوښتنه کړې، چې ګروسمن دې له پاکستاني چارواکو سره د خبرو او له طالبانو سره د سولې د امکاناتو د څیړلو په هدف دې هیواد ته نه راځي.
واشنګټن