د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۸

سور صلیب: د افغانستان راتلونکی نه دی روښانه


په کابل کې د ″ای. سي. ار. سي″ یا د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاند عبدالحسیب رحیمي
په کابل کې د ″ای. سي. ار. سي″ یا د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاند عبدالحسیب رحیمي
د سره صلیب نړیواله کمیټه اندیښنه ښیي، چې په افغانستان کې امنیتي ستونزې، د وسله والو ډلوموجودیت، بېوزلي اوعامه خدماتوته نه لاس رسی، خلک خپل راتلونکي ته ډیربی باوره کړیدي.

دې کمیټې له خلکو سره د افغانستان په بیلابیلو برخو کې خبرې کړي او ویلي یې دي؛ چې په لرو پرتو سیمو کې لاهم د وسله والو ډلو له خوا خلکو ته ګواښونه کیږي، کم عاید لري، عامه خدمات کم دي او د ترسره شوو کارونو سره سره لاهم په ډېره ټيټه سطح کې ژوند کوي.

په کابل کې د ″ای. سي. ار. سي″ یا د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاند عبدالحسیب رحیمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغو ستونزو ته په پام خلک وایي، چې راتلونکی یې نه دی معلوم اوله دې امله دوی ډېر اندیښمن دي:

"امنیتي ستونزې، فقر او بېوزلي، عامه خدمتونو ته د خلکو نه لاس رسی او داسې نور هغه ستونزې دي، چې خلک ګمان کوي، د افغانستان راتلونکی نامعلوم لورته روان دی.

د ماینونو چاودنې، د وسله والو ډلو زیاتوالی او د خلکو ځورونه، په ټول افغانستان کې د خلکو د ژوند یوه برخه ګرځیدلې ده."

که څه هم د سره صلیب نړیواله کمیټه په خپل راپور کې ترډیره خپل کاري فعالیتونه او ستونزې په ګوته کړي. خو د دې کمیټې په خبره لرې پرتې سیمې لاهم له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

افغان حکومت هم په امنیتي برخه کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې اندیښنې او انتقادونه پرځای بولی خو وایي، چې د حل لپاره یې هم په سوله ییزه توګه او هم د وسله والې مبارزې له لارې هڅې دوام لري.

د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیال سیامک هروي ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې امنیتي او سیاسي مسایل د ″ای. سي. ار. سي″ کاري برخه نه جوړوي، خو ده د دې کمیټې خپور شوي راپور ته په اشاره وویل، چې په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کې په هره برخه کې د پام پر وړ مختګ شوی.

ښاغلي هروي د امنیتي مسوولیتونو د انتقال پروسې ته ګوته ونیوله او ویې ویل، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه هیڅ ډول اندیښنه نشته او خلک هم ورته خوشبینه دي:

"د افغانستان حکومت د نړیوالې ټولنې په مرسته په تیرو لسو کلونو کې مهم بنسټونه ایښي او د دې هیواد زېربناوې یا جوړې شوي او یا هم د جوړېدو په حال کې دي، د خلکو د ژوند معیار لوړ شوی، اقتصادي وده رامنځ ته شوې او خلک خوشبینه شوي، همدا لامل دی، چې د افغانستان راتلونکی روښانه دی.

خو د امنیتي ستونزو په برخه کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې راپور تریوه حده منو ځکه امنیتي ستونزې شته."

ده څرګنده کړه، چې افغانستان اوس مهال پیاوړي امنیتي ځواکونه لري، دولتي ادارې یې منظمې او عصري شوي، د عامه خدمتونو پراخولو ته هلې ځلې دوام لري او افغانستان له لس کاله وړاندې سره هیڅ نه پرتله کیږي.

خو د سره صلیب نړیواله کمیټه او خلک ټینګار کوي، چې په تیرو لسو کلونو کې د بیارغونې او پراختیا کارونه ترډېره په لویو ښارونو او د ولایتونو په مرکزونو کې متمرکزه وو او کلیو اوبانډو ته هغه شان، چې لازمه وه، نه هم د افغان حکومت اونه هم د نړیوالو موسسو له خوا پاملرنه شوې او هلته خلک له هره پلوه ډيرې ستونزې لري.
XS
SM
MD
LG