د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۱

له طالبانو سره سوله په افغانستان کې د امریکا د لوبې پای


نړېوالو ورځپاڼو یو ځل بیا له طالبانو سره د سولې په برخه کې پر پراته خنډونو لیکنې کړي دي او زیاتوي چې ولسمشر حامد کرزې وېره لري، چې د سولې له خبرو څخه وایستل شي.

کونسل آن فارین ریلیشن:

امریکا چاپ، کونسل آن فارین ریلیشن خپرونې په وروستۍ ګڼې کې، ″آیا له طالبانو سره سوله ممکنه ده؟″ تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې راغلي:

له طالبانو سره د سولې خبرې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د لوبې د ختمیدو مهم عنصر ګڼل کیږي.

د جمهور رییس بارک اوباما ادارې اعلان کړی، چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به له افغانستان څخه خپل شاوخوا ۹۰ زره عسکر وباسي. ۲۳ زره امریکایي عسکر به د روان کال په پای کې خپلو کورونو ته ستانه شي.

خپرونه لیکي، له طالبانو سره د امریکا د سولې د خبرو په مخکې خنډونه هم پراته دي. طالبان غواړي، چې لږ ترلږه پنځه تنه مشران یې له ګوانتنامو زندان څخه خوشي شي او جمهورريیس حامد کرزی اندیښمن دی، چې له خبرو څخه ګوښه ساتل شوی.

په دې سربېره په افغانستان کمزوری حکومت او په پاکستان کې د وسله والو امن ځایونه هم د یوې دوامدارې سولې په مخکې پراته خنډونه دي.

خپرونه وړاندې لیکي، امریکایي ځواکونه او طالبان لا هم په خپلو کې جګړو ته دوام ورکوي. طالبانو په یوې وروستۍ اعلامیې کې ویلي، د سولې خبرې د جګړې د ختمیدو یا بندولو معنی نه لري او د افغانستان د اساسي قانون د منلو په معنی هم نه دی.

کونسل ان فارین ریلیشن خپرونه زیاتوي، د افغانستان په اړه د امریکا د ملي استخباراتو په اټکلونو کې چې تېره میاشت جمهور رییس بارک اوباما ته ورکړ شوی دی، ویل شوي، چې د طالبانو د کوټې شوری په افغانستان کې د واک اخیستلو له ادعا څخه نه ده تېره شوې.

وال سټریټ ژورنال:

امریکا چاپ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم د همدې مسالې په اړه لیکلي،
په قطر کې طالبانو ته د یوه دفتر پرانستلو چې له واشنګټن سره د سولې خبرو ته لار هواروي، د افغانستان د لس کلنې شخړې د سیاسي حل لپاره هیلې زیاتې کړي دی.

د خبرو مېز ته د طالبانو کښېنول د ۲۰۰۹ کال ډسمبر میاشت کې د افغانستان لپاره د جمهور رییس بارک اوباما د نوي ستراتیژۍ یوه مهمه برخه وه؛ چې په ویسټ پوینټ پوځي اکاډمۍ کې یې پوځيانو ته په وینا کې اعلان کړه.

که څه هم چې طالبان وایي، د قطر دفتر یې د همدغه مقصد لپاره دی، خو په اعلامیې کې یې د جګړې د ختمولو اراده نه په ډاګه کیږي.

وال سټریټ ژونال ورځپاڼه لیکي، د سولې په خبرو کې بله ستونزه یا خنډ د افغانستان په سیاسي ډګر کې د پاکستان ونډه ده.

د پاکستان سیاسي دریځ دا دی، چې دوی د وسله والو پر ضد جګړې او په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې د امریکا پر مشرۍ د ناټو ځواکونو ملاتړ کوي. خو په عین حال کې د پاکستان یو شمېر جګ پوړې امنیتي چارواکي د طالبانود هغو افراطي عناصرو ملاتړ کوي، چې د دې هیواد له استخباراتي ادارې (ای. اېس. ای) سره د اوږدې مودې اړیکې لري.
XS
SM
MD
LG