د افغانستان بانک چارواکي تمه لري، چې په دوبی او د هیواد په داخل کې کابل بانک پورې د اړوندو جایدادونو له پلورلو سره د دې بانک کابو دوه سوه ملیونه ډالر بیرته ترلاسه شي.
دوی وایي، چې د کابل بانک په نوم په دوبی کې د کابو یونیم سل ملیونه ډالرو په ارزښت جایدادونه شته او دغه راز په کابل کې د پامیرهوایي شرکت هم دې بانک پورې مربوط دی.
د افغانستان بانک رییس نورالله دلاوري د دوشنبې په ورځ آزادي راډیوته وویل، چې هم په دوبی اوهم په کابل کې پردې کار روان دی، چې کابل بانک پورې مربوط جایدادونه لیلام ته چمتو شي:
"همدا اوس د پامیرشرکت دوه یا درې الوتکې په بهر کې دي، چې تخنیکي چک یې روان دی، کله چې دا الوتکې هم کابل ته راستنې شي، نو د دې هوایي شرکت لیلام ته به اقدام وشي.
موږ تمه لرو، چې له دې هوایي شرکت او په دوبی کې د کابل بانک له جایدادونو څخه کابو دوه سوه ملیونه ډالر ترلاسه شي."
د ښاغلي دلاوري په خبره د پامیر د هوایي شرکت څو الوتکې د هېواد په دننه کې دي او څو نورې یې په بریتانیې او بلغاریا کې درول شوي، چې ډیر ژر له تخنیکي پلوه چک او د لیلام لپاره به کابل ته راولیږدول شي.
نورالله د لاوري څرګنده کړه چې د کابل بانک منقول او غیرمنقول جایدادونه به د اټکل له مخې د دې بانک په سلو کې اتیا پیسې بیرته پوره کړي او کوښښ کیږي؛ چې د کابل بانک د تصفیې ادارې او عدلي ارګانونو په هلوځلو شل فیصده نورې یې هم ترلاسه شي.
د افغانستان بانک رییس وویل، چې د ټولو هغو پورونو تړونونه، نوي شوي، چې له کابل بانک څخه د مشتریانو له خوا اخستل شوي وو:
"د کابل بانک یو شمېر مشتریان اوس هم پوروړي دي، چې څیړل شوي او له هغوی څخه ضمانت اخستل شوی.
دا پورونه به د تړون له مخې له یوه نه تر پنځو اوحتی څو موارده یې په نهو کلونو کې لاس ته راشي، خو دا ثابتې پیسې دي او د کابل بانک په حساب کې دي."
کابل بانک په افغانستان کې له ټولو نه لوی شخصي خصوصي بانک و، چې د ۲۰۱۰ میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې یې د مالي بحران په علت سقوط وکړ او له امله یې په دې هیواد کې د بانکدارۍ په برخه کې ډیرې ستونزې او اندیښنې راپیدا شوې.
کابل بانک اوس مهال په دوو برخو ویشل شوی، چې یوه برخه یې ترجدي تصفیې لاندې ده اوبله برخه یې د نوي کابل بانک په نوم د افغان حکومت له خوا د نږدې اته نیم سوه ملیونه ډالرو په مرسته اوس هم فعالیت لري.