د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۲

افغانستان: د ښوونکو لپاره د مربیانو د ماسټرۍ پروګرام پیل شو


د پوهنې د وزارت چارواکو د ښوونکو د مربیانو د ماسټرۍ د پروګرام له راتلونکو فارغانو هیله وکړه، چې د ښوونې د کېفیت د لوړولو لپاره دې، یوازې په مرکز کې نه بلکې په لیرې پرتو سیمو کې هم رښتینی او دوامداره هڅې وکړي.

په افغانستان کې د ښوونکو د مربیانو د ماسټرۍ د پروګرام په ازموینه کې دوه ویشت تنه بریالي شوي، چې شپږ یې ښځې دي.

د دې پروګرام په پرانیستونکې غونډه کې د پوهنې د وزارت مرستیال محمد صدیق پتمن وویل، په هیواد کې د ښوونې د متوازنې پراختیا لپاره ضروري ګڼو، چې د ښوونې او روزنې نارینه او ښځینه کادرونه په مرکز سربیره ولایتونو او ولسوالیو ته هم پاملرنه وکړي.

ده وویل :

″ستونزه دلته ده، چې زموږ محصلان چې په کادرونو بدل شي، د قیرسړک څخه یو مترهم وړاندې نه ځي، حال داچې د ښوونې او روزنې پراختیا ایجابوي، چې کادرونه که ښځې وي او نارینه د خپلو ځورېدلو او له تعلیمه محروم شویو خلکو لپاره د هېواد لیرې سیمو ته هم ورشي.″

د ښوونکو د مربیانو د روزنې دغه پیلیدونکې پروګرام د پوهنې د وزارت له خوا په افغانستان کې د سویډن د کمیټې په مالي او فني مرسته ترڅلورو کلونو دوام مومي.

مسوولینو وویل، د دې پروګرام په ازموینه کې ګڼ شمېر ښوونکو برخه اخیستې وه.


د پروګرام د پیل په غونډه کې په افغانستان کې د سویډن سفیر ″توربین پیټرسن″ او د سویډن د کمیټی مشر ″اندریاس″ هم حاضر وو.

د سویډن سفیر وویل، افغانان له زده کړو سره مینه لري او د زده کړو پراختیا کولی شي، چې په هېواد کې سوله ټینګه او د ترقي او پرمختګ منزل ته یې نږدې کړي.

ده ژمنه وکړه، چې دافغانستان د ښوونی او روزنې د پراختیا له پروګرام سره به د دوی مالی او تخنیکې مرستې لا جاري ساتي.

″د سویډن حکومت تیرکال یوځل بیا تصمیم ونیو، چې له افغانستان سره خپل اوږدمهاله ملاتړ ته دوام ورکړي او د دې هېواد لپاره بودجه زیاته کړي.

افغانستان به په راتلونکي کې هم د سویډن د پراختیایي کارونو ملګری وي او په دې هیواد کې به دښوونې پراختیا د سویډن په لومړیو پروګرامونو کې شامل وي.″

د سویډن کمیټه له شاوخوا څلویښت کالو راهیسې د افغانستان د ښوونې او روزنې سره مرسته کوي.

دې کميټې د افغانانو د مهاجرت په دوران کې، د پاکستان په مختلفو سیمو کې افغان نجونو او هلکانو ته په سلګونو ښوونځي فعال ساتلي وو.

سره له دې چې د ښوونې او روزنې د پراختیا لپاره هڅې روانې دي، خو ویل کېږي، چې همدااوس په هیواد کې شاوخوا څلورمیلیونه داسې ماشومان شته چې باید ښوونځي ته لاړشي خو شرایط ورته برابر نه دي.

سربیر ه پردې د هېواد په ځینو نا امنو سیمو کې په سلګونو ښوونځي تړلې پاتې دي.

د پوهنی وزارت وایي، په هیواد کې د ښوونې او روزنی پروګرام له پلان سره سم په ښه توګه پرمخ روان دی، ټولو ستونزو ته تدابیرنیول شوي او دوخت په تیریدوسره به یوه له بلې پسې اواره شي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG