د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

ایران له بانکي مونه وغوښتل چې د مصطفی احمدي روشن وژنه وغندي


ایران د ملګروملتونو له امنیت شورا او د دې سازمان له عمومي منشي وغوښتل چې د دې هېواد د یوه ساینس پوه قتل دی وغندي.

مصطفی احمدي روشن چې د نتنز په هستوي تاسیساتو کې یې کار کوه
پرون په تهران کې په یوه موټري بم چاودنه کې ووژل شو، د ایران حکومت د دې وژنې تور پر اسرایلو لګولی دی.

په ملګروملتونو کې د ایران سفیر احمد خازه یي په یوه استولي لیک کې ویلي، چې هیڅ ډول سیاسي فشارونه یا د ایران پر اټومي ساینس پوهانو تروریستي حملې به دا هېواد له دې وانه وړي چې له خپل اټومي پروګرام څخه لاس واخلي.

راپورونه وايي، په داسې حال کې چې نوموړي د تهران په شمال کې په خپل موټر کې روان و، دوه موټر سایکل سپاره یي موټر ته ورلنډ شول د اهن ربا لرونکي بم یې د نوموړي په موټر پور ونښلوه، یو عیني شاهد د ایران دولتي تلویزون ته د سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ:

"ما یو موټر سایکل ولیده، پرې سپرو کسانو پشمي خولۍ پرسر کړې وې ، تورې پشمې خولۍ. دوه کسان وو . موټر سایکل ډیر تیر له روان موټر څخه مخکې شو، ما هغوي ولیدل داسې ښکاريده چې هغوي سره په لاسونو کې یو څه وو."

د راپورونو له مخې یو تن له هغو دوو کسانو چې د ښاغلي روشن په موټر کې سپاره وو په روغتون کې سا ورکړې ده.

د فارس خبري اژانس دا یو تروریستي برید بللی دی او د تهران د والي مرستیال سفر علي برات لو اسرایل ددې برید مسول بللي دی.

برات لو د فارس خبري اژانس ته ویلي، دا حمله د مسعود علي محمدي به نوم د پوهنتون پر یو بل استاد د تیر کال برید ته ورته حمله ده.

د ایران د ولسمشر مرستیال محمد رضا رحیمې هم ویلي، چې امپریالیستي ځواکونه د دې ترور مسول دی خو نوموړی ویلي دا وژنه د دوي د اتومي پروګرام د پرمختګ مخه نه شي نیولی.

د امریکا متحدو ایالتونو دا برید غندلی او په دې کې یې د امریکا لاس لرل په کلکه رد کړي دي.
XS
SM
MD
LG