د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۱

"بشارالاسد یو وار بیا د مسوولیت له منلو ډډه کړې"

د سوریې ولسشمر بشارالاسد
د سوریې ولسشمر بشارالاسد
په سوریه کې د روان وضعیت په اړه د دې هیواد د ولسمشر بشار الاسد د وروستۍ ټلویزیوني وینا په وړاندې په عکس العمل کې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویلي؛ چې جمهور رییس اسد یو وار بیا د مسوولیت له منلو ډډه کړې او د ډیموکراسۍ پلویان یې توهین کړي دي.

د سوریې ولسمشر بشار الاسد په خپله ټلویزیوني وینا کې وویل، چې د ده په هیواد کې روان تشدد د بهرنیانو له خوا یوه جوړه شوې دسیسه ده.

امریکايي چارواکي وايي، چې د ولسمشر اسد دا خبر د سوریې هغو خلکو ته توهین دی، چې هره ورځ د خپل حکومت له خوا پر لارو سرکونو وژل کیږي.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکټوریا نولانډ پرون په واشنګټن کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: دا هغه کسان دي، چې د بیان د ازادۍ او د غونډو جوړولو حق غواړي.

دوی د سوله ییزو اقداماتوله لارې د سوریې لپاره ښه راتلونکي او ښه فعال حکومت غواړي.

دې وویل: ″بشار الاسد د سوریې د حالاتو په اړه په خپله وینا کې پړه پر پراخې بهرنۍ دسیسې چې عرب لیګ، اپوزیسیون او ټوله نړیواله ټولنه په کې شاملیږي، واچوله.

بشار الاسد له خپل ځان پرته، پر بل هرچا مسوولیت وراچوي. څرګنديږي، چې بشارالاسد په سوریه کې د روان تشدد په وړاندې د ځان او د خپل پوځ مسوولیت په ډير شدت ردوي.″

په عین حال کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د متحدو ایالاتو سفیرې سوزان رایز د سوریې د حالاتو په اړه د جمهور رییس بشار الاسد وروستۍ څرګندونې د عرب لیګ د څارونکي هیات هڅو ته له تحقیر څخه ډکې بللې دي:

″موږ د ولسمشر اسد تندې خبرې واوریدې. زموږ په نظر د هغه له خوا د عرب لیګ تحقیر ناوړه کار دی. نړیواله ټولنه، د امریکا د متحدو ایالاتو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو په شمول د عرب لیګ د هڅو ملاتړ کوي او د سوریې حکومت یې د ملاتړ کولو ژمنه کړې وه.″

په عین حال کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د روسیې استازي ″ویټالي چورکین″ د سوریې د وضعیت په اړه وویل، چې باید د عرب لیګ د تللي هیات د فعالیت نتایجو ته وکتل شي.

ویتالي چورکین وویل، که چیرې داسې وګڼل شي، چې د عرب لیګ استازي نن سوریې ته ولاړل او سبا ته یې باید د کار نتایج څرګند شي، نو ښايي له واقعیت څخه لرې توقع وي.

ده زیاته کړه: ″د امنیت شورا غړي لا هم پر دې مساله ډير متفاوت نظر لري، خو زما په فکر دا چې ټول غړي هیوادونه د عرب لیګ د څارونکي ماموریت پر اهمیت موافق دي د امیدوارۍ وړ خبره ده.

نن موږ ټولو پر دې موافقه وکړه، چې باید د عرب لیګ له ماموریت څخه ملاتړ ته دوام ورکړو او ښايي حتي د سوریې راتلونکی د دې ماموریت په بریالیتوب پورې تړلې وي.″

له بله پلوه د ترکیې د بهرنیوچارو وزیر احمد داوود اغلو نن په انقره کې یوه خبري کنفرانس ته وویل:

″سوریې حکومت ته دا غوره ده، چې د نورو لوریو د ملامتولو پر ځای د خپلو خلکو خبرو ته غوږ ونیسي او د خپلو خلکو د وژلو پرځای دې د هغوی غوښتنې پرځای کړي.

بشار الاسد د ټلویزیونوي ویناګانو په مرسته د خلکو ملاتړ نه شي ترلاسه کولای، بلکې باید د خلکو غوښتنې پرځای کړي.″

د عربي ټولنې (عرب لیګ) د څارونکو یوه ډله تیره میاشت سوریې ته واستول شوه، تر څو د عربي ټولنې او ولسمشر بشار الاسد ترمنځ د هغه تړون د پلي کولو څارنه وکړي، چې په سوره کې د زور زیاتي د پاي ته رسولو لپاره لاسلیک شوی دی.

منتقدینو وویل، چې د سوریې حکومت د دې تړون په عملي کولو کې ټګي کړې ده او د مظاهره چیانوله وژلو یې لاس نه دی اخیستي.

له بلې خوا د سوریې د حالاتو د څارنې د ماموریت مشر جنرال محمد احمد مصطفی الدابي مخکې ویلي وو، چې دوی د خپل ماموریت د بشپړولو لپاره زیات وخت ته اړتیا لري.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG