د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

ایران: د اټومي پروګرام په اړه مو د لویدیځ اندېښنې سياسي انګېزه لري


د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ په اداره کې د ایران استازی وایي، د ایران ترمځکې لاندې په نوېو اټومي تاسیساتو کې د یورانیمو د غني کولو د پیل په اړه د لویدیځو اندیښنې پرسیاسي انګیزو ولاړې دي.

د ایران ایسنا خبري خبري اژانس د علي اصغرسلطاني له قوله خبر ورکوي چې وایي، لویدیځ په خپلو عکس العملونو کې چې په تیرو کلونو کې یې ښودلي، مبالغه کوي او د هغو ترشا سیاسي انګیزې پرتې دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې سلطاني دا څرګندونې د لویدیځ د هغو تازه عکس العملونو په ځواب کې کړي، چې د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې د وروستي راپورپه اړه یې څرګند کړي دي.

دغې ادارې د تیرې دوشنبې په ورځ تایید کړه، چې ایران د تهران په جنوب لویدیځ کې ترغرونو لاندې د فردو په نوېو جوړو شوېو اټومي تاسیساتو کې ترشل فیصدو پورې د یورانیمو د غني کولو پروسه پیل کړې ده.

د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، چې دغه نوي فعالیتونه یو بل ښکاره ثبوت دی، چې ایران د خپلو اټومي مسولیتونو له پرځای کولو څخه سرغړونو ته دوام ورکوي.

بریتانیا بیا دا یو لمسونکی اقدام بللی او فرانسې ویلي، چې د ا د ایران له خوا په تیره بیا له نړېوال قانون څخه جدي سرغړونه ده.

خو د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ په ادارې کې د ایران استازي وویل، د فردو د اټومي تاسیساتو اعلان دوه کاله مخکې شوی او هغه ثبت شوي دي.

سلطاني وویل، د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې کمرې په دې تاسیساتو کې لګول شوي او ۲۴ ساعته فعالې دي. دغه راز څارونکي دغو تاسیساتو ته ورځي او ټول اټومي فعالیتونه څاري.

هغه یو ځل بیا د تهران پرادعا تاکید وکړچې وایي، په فردو اټومي تاسیساتو کې ترشل فیصدو پورې یورانیم د دې لپاره غني کوي چې د تهران د اټومي تحقیقاتو په بټۍ کې د راډیو اکتیف ایزوټیوپونود تولید لپاره چې د سرطان د ناروغیو په درملنه کې ترې استفاده کیږي، کارواخلی.

لویدیځ انتقاد کونکو یادونه کړې چې دا چې ایران په نویو اټومي تاسیاستوکې ترشل فیصدو پورې د یورانیمو د غني کولو سنتریفوژونوپه بریالیتوب سره په کاراچولي دا د دې خبرې څرګندونه کوي چې دا هیواد د اټومي وسلو د جوړولو لپاره ترنوي فیصده پورې د یورانیمو د غني کولو په چاره کې لوی پرمختګ کوي.
XS
SM
MD
LG