د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۱

ایران امیرحکمتي امریکا ته د جاسوسی په تور په اعدام محکوم کړ


امریکا ته پر جاسوسی تورن اته ویشت کلن حکمتي
امریکا ته پر جاسوسی تورن اته ویشت کلن حکمتي
د ایران د استخباراتو وزارت په اته ویشت کلن حکمتي تور لګولی وو، چې په عراق او افغانستان کې یي د امریکایي ځواکونو په اډو کې روزنه ترلاسه کړې.

د ایران قضایي چارواکو مخکې ویلي وو، چې حکمتي اقرار کړې چې له سي ای ای یا د امریکا د مرکزي استخباراتو له ادارې سره یي ارتباط درلوده خو هغه دا هم ویلي دي، چې ایران ته یي د تاوان رسولو کوم نیت نه درلوده.

د ایران یو تلویزیون تیره میاشت امیر حکمتي وښوده، چې وایي د امریکا د اردو له خوا یي د استخباراتو په چارو کې روزنه ترلاسه کړې او تهران ته استول شوې، ترڅو د ایران د استخباراتو په وزارت کې دننه د سي ای ای لپاره یو دوجانبه ایجنټ وي:

،، زما نوم امیر حکمتی دی.،،

امریکایي چارواکې وایي، داسې ښکاري چې له امیر حکمتي نه اقرار په زوره اخیستل شوې.

په امریکا کې د نوموړي خپلوان هم وایي، چې دوي باور لري چې اقرار په زوره اخیستل شوې.

دوي وایي، حکمتي چې پخوا د امریکا پياده سمندري ځواکونو کې عسکر وو په افغانستان او عراق کې د امریکایي ځواکونو ترجمان هم پاته شوې.

د حکمتي خپلوان وایي، دی چې د خپلو نیاګانو د لیدو لپاره تهران ته تللې وو، څلور میاشتې مخکې د چارواکو له خوا نیول شوې.

د حکمتي کورنۍ تیره میاشت شکایت وکړ، چې هغه ته د یوې عادلانه محاکمې حق نه دی ورکړل شوې.

د حکمتي کورنۍ زیاته کړه، چې یواځنی مدافع وکېل چې حکمتي یي لري هغه هم د دولت له خوا ټاکل شوې او یواځې د محاکمې په لومړی ورځ یي ورسره لیدلي دي.

امیر حکمتي د امریکا په اریزونا ایالت کې زیږیدلی او د میشیګن له یوې لیسې فارغ شوې، د هغه پلار علي حکمتي د میشیګن د یوه پوهنتون د ساینس پروفیسر دی.

علي حکمتی وایي، د ده زوې د سي ای ای جاسوس نه دی او وروسته له دې چې دی په ایران کې ونیول شو خپلوانو یي د امریکا بهرنیو چارو وزارت سره تماس نیولی دی.

امریکا د حکمتي د خوشی کېدو غوښتنه کړې، د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي ایراني چارواکو سویسي دیپلوماتانو ته اجازه نه ده ورکړې چې له حکمتي سره په زندان کې یا د محاکمې په مهال وګوري.

ایران اوامریکا په خپل مینځ کې دیپلوماتیک روابط نه لری نو ځکه په تهران کې دسویس سفارت دامریکا منافع پالی.

دایران انقلابی محکمی ددوشنبی په ورځ دامیرحکمتی په حق کې خپل حکم وروسته لدی صادرکړ چې دایران داستخباراتو وزیر وویل امریکا ته دجاسوسی او دراتلونکو پارلمانی انتخاباتو دمخنیوی په تور یوشمیرکسان نیول شوی دی.
XS
SM
MD
LG