د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۸

پنیتا:د هرمز تنګي تړل به ”له سرې کرښې“ څخه پښه اړول وي


د امريکا متحده ايالات وايي، که چېرې ايران هڅه وکړي د هرموز ستراتيژيک تنګى چې خليج ته د ننوتلو لار ده، وتړي نو امريکا به عکس العمل وښيي.

د امريکا د دفاع وزير ليون پنيتا پرون له CBS ټلويزيون سره په مرکه کې وويل، دغه ډول يو اقدام به ”له سرې کرښې“ څخه پښه اړول وي.

په عين حال کې د امريکا د ګډو ځواکونو لوى درستيز، جنرال مارتين دمپسې د ټلويزيون همدې خپرونې ته وويل امريکا به د دې تنګي د بيا پرانيستلو لپاره اقدام وکړي.

دغه څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې ايران د هرموز تنګي د تړلو ګواښونه وکړل.

اروپايي ټولنې د ايران د تېلو پر صادراتو بنديز ولګاوه. لوېديځ پر ايران تور پورې کوي چې د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي، خو ايران تل دغه تورونه رد کړي دي.
XS
SM
MD
LG